د افغانستان پلازمینه کابل کې د خالي په ورځ مظاهره چیانو باندې برید کې د ۸۰ کسانو د وژنې او ۲۰۰ نه زیاتو په ژوبلېدو نن ملي ماتم دی .
تُندروه ډلې داعش د دغه برید زمه واري قبوله کړې وه ، دا په کابل کې د کال ۲۰۰۱م نه پس کوم غټ خونړی برید وو .
افغان صدر اشرف غني په ملک کې د "ترهګرو او موقع پرستو" د تشدد غندنه کړې ده .
نوموړي د خالي په ماښام د هزاره ورورولۍ مشرانو سره په یوه لیدنه کې د دغه برید د پلټنو امر کړی او په پېښه يې نن د اتوار په ورځ د ملي ماتم اعلان کړی ؤ .
افغان داخله وزارت په یو بیان کې ویلي په پُرامنه مظاهره درې ځانمرګو برید کړی . یو ځان ته د مظاهره چیانو په منځ کې چاؤدنه ورکړې، یو ځان په خپله وژلی او درېم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژلی دی .
داخله وزارت د ۱۰ ورځو دپاره په غونډو او مظاهرو بندېز هم لګولی دی .
داعش ډلې په خپله ویب پاڼه د برید زمه واري قبوله کړې او جاري کړي بیان کې يې ويلي دي برید کې یې د افغانستان د شیعه مسلمانانو هزاره ورورولي په هدف کړې ځکه چې دوې په شام کې د ډلې په ضد د حکومت سره ملګرتیا پرېږدي .
د بشري حقونو ډلې او څیړونکي په ایران تور لګوي چې په دغه هېواد کې مېشتو نزدې درې ملینه افغان کډوالو کې کسان تربیه کوي او شام ته يې د حکومت پلوه ځواکونو د جګړې ملاتړ له لیږي .
ولې تهران دغه برید غندلی او د ایران د بهرنو چارو وزیر محمدجوادظریف په ټویټر ویلي شیعه او سني دواړه دانتهاپسندۍ ښکار او دواړو له یې په ضد یو کېدل پکار دی .
امریکا په کلکه د دغه ناوړه برید غندنه کړې او په پُرامنه مظاهره باندې برید یې د کرکې وړ عمل بللی دی .
د خالي په ورځ د هزاره قبیلي سره تعلق لرونکي په زرګونو تنه راوتي د حکومت نه یي غوښتنه کوله چې د بجلۍ لائن دې د دوې په سیمه بامیانو باندې راوستلی شي . او په دغه مظاهره چیانو باندې کابل کې برید شوی ؤ .
مظاهره چیانو په حکومت نیوکې هم کړي چې امنیت یې نه دی ټینګ کړی .
د ملګرو ملتونو ترڅنګ د پاکستان خارجه وزارت او کابل کې د امریکې سفارتخانې د دغه برید غندنه کړې ده .