لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکشمیر په اړه دپاکستان خوب به کله هم پوره نه شي، هند


کشمیر د وړاندې نه د دواړو ګاونډي ملکونو ترمنځ د لانجې مرکزي نکته ده، د دې لانجمنې سیمې یوه برخه د پاکستان او بله د هند ولقې لاندې ده .
کشمیر د وړاندې نه د دواړو ګاونډي ملکونو ترمنځ د لانجې مرکزي نکته ده، د دې لانجمنې سیمې یوه برخه د پاکستان او بله د هند ولقې لاندې ده .

هند د خپل انتظام لاندې کشمیر کې د تشدد او ترهګرۍ تور په پاکستان لګولی او په وزیراعظم نوازشریف یې سختې نیوکې کړي دي .

د هند خارجه وزیرې سشماسوراج د خالي په ورځ یو بیان کې ویلي د کشمیر خپلې برخې جوړولو د پاکستان دا خوب به ترقیامته پوره نشي .

د کشمیر په اړه د هند لخوا د دغه دریز نه وړاندې د پاکستان وزیراعظم ويلي ؤ چې ( هغه ورځ لرې نه ده چې کشمیر سره پاکستان سره وتړل شي او د پاکستان برخه به شي )

کشمیر د وړاندې نه د دواړو ګاونډي ملکونو ترمنځ د لانجې مرکزي نکته ده، د دې لانجمنې سیمې یوه برخه د پاکستان او بله د هند ولقې لاندې ده .

هندي کشمیر کې روانه میاشت د هند د ځواکونو د لاسه د یو بیلتون خوښي وسله وال کمانډر د وژنې نه وروستو حالات کړکېچن شوي او په دغو حالاتو کې د مظاهرو په مهال د ځواکونو سره په نښتو کې لږترلږه ۴۵ کسان وژل شوي دي .

پاکستان د هندي کشمیر په حالاتو اندېښنه څرګند کړې او ويلي ؤ چې د هند د ځواکونولخوا د بشري حقونو د مبینه سرغړونې په ضد به په نړیوال فورم اواز اوچتوي .

نوی دهلی د اسلام اباد اندېښنې ردوي او ويلي دي چې د هند منځنۍ معاملاتو کې دې د لاس وهنې نه ډډه وکړي .

د هند خارجه وزيرې سشماسوراج ويلي چې پاکستان دکشمیریانو د سفارتي او اخلاقي ملاتړ ادعا کوي خو د هغې په وينا د دې په ځاې ته ( پېسې، وسله او ترهګر ورکوی).

هغې ويلي د پاکستان د مشرانو لخوا د حزب المجاهدین (ترهګر) برهان الدین واني ته څو ځله ( د هیرو) ويلو هڅه د افسوس وړ ده او د هغې په وینا تُندروه کمانډر یو شمېر وحشی جرمونو کې زمه وار وو .

پاکستان د واني او کشمیر کې په روانو نورو وژنو په ضد د تېرې چارشنبې په ورځ په ټول ملک کې په سرکاري کچ (توره ورځ ) نمانځلې وه .

د سشما سوراج په تازه بیان تراوسه پورې د پاکستان کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG