د افغانستان په پلازمینه کابل کې د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې د بهرنیانو په مېلمستون د درېو ځانمرګو په برید کې په خپله درې واړه حمله کوؤنکي او یو پولیس افسر وژل شوي دي . پېښه کې درې پولیس ژوبل شوي هم دي .
د کابل د پولیس مشر جنرال عبدالرحمان رحیمي ويلي یو برید کوؤنکي د کابل هوايي ډګر سره نزدې د هوټل د شمالي دروازې څنګ ته د دیوال سره د بارودو ډک ټرک الوزولی دی .
د شمالي دروازې سره د بهرنو ټیکدارانو اوامریکایانوکورونه موقعیت لري .
د پوليس په وینا چاؤدنه دومره زوروره وه چې د کابل ټول ښار يې جړقولی دی .
د رحیمي په وینا دوه نورو بریدګرو مېلمستون ته د ننوتلو هځه کوله خو پوليس په دوې ډزې کړي او د څو ساعتو د مقابلې پس دواړه وژل شوي دي .
بریدګرو سره نښته کې يو پولیس افسر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .
طالبانو د دغه برید زمه واري قبوله کړې ده .
کابل کې تېره اونۍ یو برید شوی ؤ او ۸۰ کسان پکې وژل شوي وو ، داعش ډلې د دغه برید زمه واري قبوله کړې وه .