لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن : دچاړې حمله کې يوه ښځه وژل شوې،پينځه کسان ژوبل


 دپوليسو وينا ده ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې په رسل سکوير کې يو تن په چاړې سره په خلکو حمله کوي او دغه حمله کې يوه شپيته کلنه ښځه وژل شوې ده.
دپوليسو وينا ده ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې په رسل سکوير کې يو تن په چاړې سره په خلکو حمله کوي او دغه حمله کې يوه شپيته کلنه ښځه وژل شوې ده.

دلندن ميټرو پوليسو پوليسو ويلي دي دمرکزي لندن په رسل سکوير کې دچاړې په يوه حمله کې يوه ښځه وژل شوې او پينځه کسان ژوبل شويدي.

دپوليسو وينا ده ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې په رسل سکوير کې يو تن په چاړې سره په خلکو حمله کوي او دغه حمله کې يوه شپيته کلنه ښځه وژل شوې ده.

دچاړې په دغه حمله کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دوه ښځې او درې سړي شامل دي، دامريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز دراپور ترمخه دژوبل شوو کسانو دحالت په اړه په سمدستي توګه تفصيلات مخې ته نه دي راغلي.

دپوليسو وينا ده چې دپېښې دځايې څخه يو ١٩ کلن تن نيول شوى دى او هغه دلندن په يو هسپتال کې پوليسو سره دى.

پوليسو يو بيان کې ويلي چې دغه پيښه کې ترهه ګري هم يو عامل کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG