لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد سره نزدې عملياتو کې شپږ مشکوک ترهه ګر نيول شوي

 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه کسان پينډۍ کې دزيارت په ورځ کلر سيدان او ګوجرخان سيمو کې د قانون پځايې کوونکو ادارو عسکرو سره دترسره شوو ګډو عملياتو په مهال نيول شوي دي.

دپاکستان پوځ پلازمېنه اسلام اباد سره نزدې دوو سيمو کې عمليات کړي او شپږ مشکوک ترهه ګر يې نيولي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه کسان پينډۍ کې دزيارت په ورځ کلر سيدان او ګوجرخان سيمو کې د قانون پځايې کوونکو ادارو عسکرو سره دترسره شوو ګډو عملياتو په مهال نيول شوي دي.

بيان کې ويل شوي دنيول شوو مشکوکو ترهه ګرو دقبضې څخه وسله او کورنى جوړ شوى بم هم ترلاسه شوى.

دنيول شوو کسانو دپيژندګلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو بيان کې ويل شوي چې هغوي کې دوه مهم تندروه کماندران هم شامل دي.

دپوځ وينا ده هيواد څخه دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره دلټونې عمليات کولى شي.

دپاکستان پوځ کال ٢٠١٤م کې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وو چې پکې يې د٣٦٠٠ؤ ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې ده.

ددغو عملياتو له امله دتيرپه پرتله دپاکستان امنيتي وضعه کې تر يو حده ښه والى راغلى و خو دسږکال دپيل څخه يوځل بيا د دغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې ترهه ګريزو پېښو کې اضافه راغلې ده، څو ورځې دمخه دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې يو ځانمرګي بريد کې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه پېښې څخه وروستو دپاکستان حکومت او پوځ هيواد څخه دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه تکرار کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG