لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیراعظم په پاکستان نیوکې کړي


د هند وزیراعظم په ملک کې روانې تُندروۍ پله په اشاره کولو سره ویلي دي چې حکومت به یې وسله والو ته ټیټ نه شي .
د هند وزیراعظم په ملک کې روانې تُندروۍ پله په اشاره کولو سره ویلي دي چې حکومت به یې وسله والو ته ټیټ نه شي .

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د خپل ملک د ازادۍ د ورځې (۱۵م اګست) په مناسبت راجوړې دستورې ته په وینا کې پاکستان باندې نیوکې کړي دي .

د نوي دهلي په لال قلعه کې راجوړې دستورې ته په وینا کې د هند وزیراعظم نریندرا د خپل ملک د انتظام لاندې کشمير کې د یوې میاشتې مودې راهسې روانې احتجاجي لړۍ د یادګېرني کولو پرته په دغه لړ کې پاکستان باندې ټکونه کړي دي .

٫٫ هاغه پله وګورئ چرته چې ترهګر ستائیل کیږي او چې کله ترهګر بې ګناه خلک ووژني نو د هغې جشن نمانځلی شي، دا د ترهګرو د مفکورې نه څنګه متاثره ژوند دی؟ دا د ترهګرو نه څنګه متاثره حکومت دی؟ ٬٬ .

د خبري ادارې رویټرز ترمخه چې کله د وزیراعظم نریندرا مودي وینا روانه وه په دغه وخت کې وسله والو کسانو د هند د انتظام لاندې کشمير کې یوه پولیس تهاڼه باندې برید شوی او شپږ پوليس پکې ژوبل شوي دي .

بل لور ته د هند پوځ ادعا کړې چې د پاکستان له لوري شمالي کشمير کې داخلېدونکي دوه مشکوک ترهګر يې وژلي دي .

د هند وزیراعظم په ملک کې روانې تُندروۍ پله په اشاره کولو سره ویلي دي چې حکومت به یې وسله والو ته ټیټ نه شي .

٫٫ زه هغو ځوانانو ته ویل غواړم چې وسله یې راخستي دي، حکومت به يې په هیڅ ډول دا ونه زغمي او تُندروۍ ته به ټیټ نه شي ٬٬ .

د پاکستان لخوا په سمدستي ډول د هند وزیراعظم نریندرا مودي په وینا غبرګون مخې ته نه دی راغلی . ولې پاکستان له دې وړاندې د هند لخوا لګېدلي تورونه رد کړي دي .

د هند وزیراعظم لخوا دغه بیان په داسې حال کې دغه بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې د اتوار په ورځ پاکستان خپله ۷۰م کلیزه نمانځلې اود پاکستان وزیراعظم نواشریف دغه ورځ د هند د انتظام لاندې کشمير کې روان تحریک په نوم کولو اعلان کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG