لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې غيراندراج شوو کډوالو ته ١٥م نومبر پورې مهلت


دنهې په ورځ خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال وزيراعلي وويل پوليس به هم دافغان کډوالو په ضد عمليات نه کوي
دنهې په ورځ خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال وزيراعلي وويل پوليس به هم دافغان کډوالو په ضد عمليات نه کوي

دخېبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک امر کړى چې ١٥م نومبر پورې دې صوبه کې ټول غيررجسټرډ افغان کډوال بې وجې تنګ نه کړى شي.

دنهې په ورځ خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال وزيراعلي وويل پوليس به هم دافغان کډوالو په ضد عمليات نه کوي ، وزيراعلي وويل چې دلته دزده کړو کوونکو افغان طالب علمانو او ناروغانو لپاره تګلاره ټاکلى شي ترڅو هغوي دستونزو سره مخ نه شي، دافغان کډوالو دستونزو اؤ شکايتونو ازالې لپاره به په ضلعي کچه کميټۍ جوړولى شي.

پېښور کې دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دصوبې دپارليماني ګوندونو مشرانو ګډون کړى، غونډه کې افغان کډوالو ته په پيښو ستونزو خبرې اترې شويدي.

پرويز خټک خبريالانو ته وويل دمرکزي حکومت دوينا ترمخه اندراج شوو افغان کډوالو ته دسږکال تر اخره داوسيدو اجازه ده اؤ ددې ترڅنګ به غيراندراج شوي افغان کډوال هم د١٥م نومبر پورې ددستاويزي ثبوت دنشتوالي په اساس نه نيول کيږي او نه به هم دمقدمې سره مخ کيږي اؤ ددغه نيټې څخه وروستو چې مرکزي حکومت دهغوي لړ کې کومه تګلاره جوړوي صوبائي حکومت به پرې عمل کوي.

دخېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې اوسنو مياشتو کې خېبرپښتونخوا او دپاکستان نورو برخو کې دافغان کډوالو په زوره ويستلو لپاره په هغوي دفشار او دهغوي دويرولو خبرونه مخې ته راغلي.

څو ورځې دمخه دخېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا هم په ډاګه کړې وه چې پاکستان کې ميشته افغان کډوال ستونزه نه ګڼي او دضرورت په پيښيدو دهغوي داوسيدو موده کې پراختيا هم کيدى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG