لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا کې پاکستاني نژاده امريکايي وګړى قاضي نومول شوى


 دنهې په ورځ يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ويلي” زۀ په خوشحالۍ سره قريشي دامريکا ډسټرکټ عدالت بينچ ته خدماتو لپاره نوموم، زه هيله مند چې هغه به دامريکايي ولس په باوقاره انداز کې خدمت او انصاف لپاره په کلکه ژمن پاتې شي“
دنهې په ورځ يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ويلي” زۀ په خوشحالۍ سره قريشي دامريکا ډسټرکټ عدالت بينچ ته خدماتو لپاره نوموم، زه هيله مند چې هغه به دامريکايي ولس په باوقاره انداز کې خدمت او انصاف لپاره په کلکه ژمن پاتې شي“

ولسمشر براک اوباما دامريکا په تاريخ کې په لمړي ځل يو مسلمان دوفاقي قاضي دچوکۍ لپاره نومولى دى.

عابد رياض قريشي پاکستاني نژاده امريکايي دى او هغه دډسټرکټ اف کولمبيا عدالت کې قاضي نومول شويدى.

دنهې په ورځ يو بيان کې ولسمشر براک اوباما ويلي زۀ په خوشحالۍ سره قريشي دامريکا ډسټرکټ عدالت بينچ ته خدماتو لپاره نوموم، زه هيله مند چې هغه به دامريکايي ولس په باوقاره انداز کې خدمت او انصاف لپاره په کلکه ژمن پاتې شي

امريکا کې دمسلمانانو يو لويې استازي تنظيم کيئر داولسمشر براک اوباما لخوا ديو مسلمان قاضي دنومولو دپريکړې هرکلى کړى دى.

يو بيان کې دکونسل ان امريکن اسلامک ريليشنز(کيئر) ايګزيکټيو ډايريکټر نهاد اعواد ويلي دي دعابد قريشي نامزدګي دشموليت يو پيغام دى چې امريکايي مسلمانه ورورولي يې هرکلى کوي.

هغه ويلي په داسې وخت کې چې ځينې خلک دويش او اختلاف هڅه کوي (دعابد قريشي دنامزدګۍ) ټول هاغه امريکايان چې پخپل مينځي درناوي باور ساتي،هرکلي کوى.

دنهاد اعواد په قول که چرې نامزدګي يې منظوره شي نو قريشي به هم په هاغو لکونو امريکايي مسلمانانو کې شامل شي چې ددې قام خدمت کوي.

عابد رياض قريشي پاکستان کې زيږيدلى، په کال ١٩٧٧ء کې هغه کورنيل يونيورسټۍ څخه دبيچلرز ډګري ترلاسه کړې او بيا يې په کال ١٩٩٧ء کې دهارورډ لا سکول څخه دقانون ډګري هم ترلاسه کړې ده.

عابدقريشي به دامريکايي سينيټ څخه دخپلې نامزدګۍ دپخلي وروستو دغه چوکۍ سمبالوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG