لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیمه کې د خلکو په روئیو د نائن الیون اثرات


د نړۍ په زیاترو برخو کې تر ننه خلک ځانونه د وړاندې په پرتله غیرمحفوظ ګڼي.
د نړۍ په زیاترو برخو کې تر ننه خلک ځانونه د وړاندې په پرتله غیرمحفوظ ګڼي.

په کال ۲۰۰۱ء کې په امریکه کې د یوولسم ستمبر د رامنځته شوؤ پيښو اثرات چې څنګه د ژوند په ټولو څانګو واضحه لیدل کیږي دغسې یې د خلکو په روئیو هم ژورې اغیزې کړي دي.

ډیر کار پوهان په دې نظر دي چې د نائن الیون نه وروستو د سیمې خلک په ځانګړي ډول پښتانه د خپلې بقاء جګړې ته زیات احساساتي شوي اؤ د تندروۍ شرحه پکې د وړاندې څخه څو چنده سیوا شوې ده

په پیښور کې میشت تکړه خبریال ښاغلی عقیل یوسفزئ وایی د یوولسم ستمبر د پیښو نه وروستو پښتنو ته دا احساس ورکړی شو چې دنیا دوئ‌ ترهګر اؤ تندلاري ګڼي اؤ دغه تاثر د پښتنو دامن خوښي قام عکس سخت داغمن کړو.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې هغه وویل"د یوولسم ستمبر پيښو پښتانه د مذهب اؤ قام پرستۍ په دوو بیلابیلو مفکورو کې وویشل اؤ نظریاتي اختلاف یې په کرکه کې بدل کړو"

هغه زیاته کړه نن ګڼ پښتانه د نائن الیون د پيښو نه وروستو د رامینځته شوؤ حالاتو اؤ واقعاتو په وجه د ګڼو نفسیاتي ناروغو ښکار دي اؤ ددغه ناروغو په نتیجه کې مونږ وینو چې د دوئ مزاج کې واضحه تریخوالی پیدا شوی .

ښاغلی عقیل یوسفزي وایي په ظاهره خو دغه پيښه په امریکه کې ترسره شوې وه خو ددې اثرات د پاکستان اؤ افغانستان څخه نیولې ددنیا په ټولو هیوادونو مرتب شوي دي اؤ د نړۍ په زیاترو برخو کې تر ننه خلک ځانونه د وړاندې په پرتله غیرمحفوظ ګڼي.

هغه وویل نن هم چې د یو هیواد وګړي په بل هیواد کې ژوند کوي نو د سفر څخه نیولې تر استوګنې یې ټول عملونه د کلکې څارنې لاندې نیول کیږي اؤ دغه هر څه پخپله انسان ته د خپل تحفظ په اړه پوښتنې راولاړوي.

د سیمې یو بل تکړه خبریال ښاغلی ناصر داوړ هم وایي چې د نائن الیون پیښو نه راپه دیخوا د خلکو روئیو کې تریخوالی سیوا شوی اؤ عدم برداشت وده موندلی ده.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي ناصر داوړ وویل د یوولسم ستمبر د پيښو نه راپدیخوا په پاکستان اؤ افغانستان کې به داسې ډیرې کمې ورځې خلکو ته یادې وي چې د اړي ګړي په پيښو کې پکې عامو یا بیګناه خلکو خپل ژوند د لاسه نه وي ورکړی .

هغه وویل "دا چې دپښتنو لکونه بچي د نائن الیون نه وروستو په دې زمکه یتیمان کړی شول اؤ دې عمل پخپله د پښتنو روئیو په زهرو کې لړلي دي اؤ اوس چې هغوئ ته کله هم موقعه ترلاسه کیږي نو د خپل زړه بړاس به په مختلفو شکلونو کې وباسي"

د ښاغلي داوړ په وینا"د پښتنو په ټولنه کې چې د چا څوک ووژلی شي نو په فطري توګه به پښتون تر هغې دخپل دښمن په لټون وي ترڅو چې یې هغه پیدا کړی اؤ خپل بدل یې ترې اخستی نه وي"

هغه وویل نن که هرڅو به ځینې خلک دا دلیل وړاندې کړي چې په دې جنګ کې قاتل نه دی معلوم خو پښتانه پوهیږي چې کوم خلک په جګړه بوخت دي هم د دوئ په وجه ددوئ کورونه ړنګ، مالونه لوټ اؤ خپلوان عزیزان قرباني شول.

هغه وویل د نائن الیون نه وروستو په دې سیمه کې ډیر پښتانه په اپریشنونو کې ووژل شول ، د ډیرو د وژنو پړې طالبانو اؤ هغوئ پسې مربوط نورو تندلارو ډلو پخپلو غاړو واخستې اؤ اوس ددغه جګړې قربانیان پځایې ددې چې دخپلو اولادونو تعلیم اؤ تربیې ته مټې رابډ وهي یوازې دې خبرې ته انتظار دي چې کله به د خپلو مړو بدل اخلي.

ناصر داوړ زیاته کړه چې دا وخت هغه قبائیلي ماشومان هم چې د تعلیم دور یې دی د خپلو خپلوانو دوژل کیدو ، بې کوره کیدو اؤ زورؤل کیدو له امله د تندو روئیو لرونکي جوړ شوي اؤ دا ګڼي چې ددوئ د بدو ورځو ذمه وار ټوپک دی نو د ټوپک په راپورته کولو به دخپل دښمن نه بدل اخلي.

هغه وویل هم دغه د سخت دریځۍ رویې دي چې مونږ نه زمونږ غوره مستقبل تروړي اؤ دجنګونو اؤ مرګونو کندې ته مو ورټیل وهي.

په پيښور کې میشته د کوز دیر سیمې سره تعلق لرونکی یو نومیالی عالم دین مولانا محمد بصیر دیوبندي هم په دې نظر دی چې د نائن الیون وروستو د عدم برداشت رویې وده کړې ده اؤ په خلکو کې مذهبي کرکې هم سیوا شوي دي.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې مولانا محمد بصیر وویل "مذهبونه هیڅکله خپلو منونکو ته د کرکې اؤ انتقام درس نه ورکوي بلکې د امن، سولې ، مینې اؤ یووالي سبق ورته ښايي خو بنیادي ستونزه داده چې مونږ د مذهب اصل روح پځایې پریږدو اؤ د مذهبي تعلیماتو تشریح د خپلو ګټو په اساس کوؤ"

هغه وویل اسلام د امن اؤ سلامتۍ مذهب دی اؤ که دبل مذهب خلک دا خلکو ته خطرناک معرفي کوي یا د اسلام عالمان مسلمانانو ته د نورو مذهبونو دمنونکو په ضد د کرکې پیغام ورکوي نو دا به دوئ کمی وي د مذهب په کې هیڅ قصور نه شته .

نوموړي وویل په تیرو نزدې وختونو کې چې په پاکستان کې د اقلیتونو په ضد ځینې ناوړه ګامونه واخستل شول اسلام هیڅکله ددې اجازه نه ورکوي خو اقلیتونه هم باید د اسلام تعلیماتو ته درناوي وکړي اؤ چاته داسې د شکایت موقعه ورنکړي چې په نتیجه کې مذهبي کرکې راپاریدلی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG