وروستو له هغې چې په سوشل میډیا د پاکستاني پوځ د څو افسرانو لخوا د موټر وی پولیسو په افسرانو د شويتشدد په ضد اولس سخت غبرګون ښکاره کړو دپاکستان د پوځ دمطبوعاتي څانګې (ايي ايس پي ار) لخوا دګل په ورځ سپيناوى شوى چې دموټروى دپوليسو او پوځي افسرانو ترمينځ درامينځته شوي تاوتريخوالي دپېښې پلټنې روانې دي.
دتیرو دوؤ ورځو راهسې په سوشل میډیا هغه عکسونو اؤ ویډیو باندې د خلکو سخت غبرګون مخې ته راروان چې په پکې د پاکستاني پوځ ځینې افسران د موټروی په پولیسو تشدد کوي اؤ هغوئ د ګریوانونو نه نیولي په سړکونو یې راکاږي.
دايي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې په دې اړه به دقانوني او انصاف تقاضې پوره کولى شي.
دپاکستاني پوځ دځينو افسرانو لخوا دملي لويو لارو او موټروى دپوليسو په افسرانو دشوي تشدد او سپکاوي خلاف دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو دخلکو لخوا دسختې غصې څرګندونه کولى شى.
دسوشل میډیا فعالینو په پوليسو د شوي تشدد غندنه کړې او دپوځ په دې بيان يې هم دبې باورۍ څرګندونه کړې چې دغه پېښه کې ککړ پوځي افسران به په رښتيا دقانون منګولو ته راکش کړي.
په ټولنيزه ميډيا فيس بُک دناصر علي په نوم يو تن ليکلي پکار ده چې دغه معامله دپوځي افسرانو لپاره يو مثال جوړ کړی شي،
هغه ليکي که چرې پوځي مشران قانون ماتوي نو بيا خو هرچاته ددې دماتولو حق دى،
دغه تن زیاته کړې چې دموټروى پوليس پخپله کارکردګۍ او رويه کې مثالي دي خو که چرې دغسې کارونه ورسره کيږي نو هغوي به هم دنورو پشان بدعنوانه شي او ددې وجه دا ده چې پوځي طاقت دشخصي اطمينان لپاره کارول شويدى،
هغه هيله څرګنده کړې چې دپوځ سرلښکر به پيښه کې ککړ ميجر او دهغه سپاهيان دخپلو عهدو څخه لرې کړي.
دملي لويو لارو او موټروى پوليسو( اين ايچ اينډ ايم پي) دانسپکټر جنرل ددفتر څخه دموټروى ډي ايي جي اپريشنز ته ليږل شوي چیټۍ کې په دغه اړه دټولې پېښې سپيناوى شويدى.
ددغه چیټۍ (کومه چې په انټرنيټ زياته شريکيږي) ترمخه دملي لويو لارو او موټروى پوليس دګزمې افسرانو دستمبر په لسمه نيټه دوه هاغه ګاډي اودرولي وؤ چې په بې احتياطۍ سره چلولى شول،
دچیټۍ له مخې ددغو ګاډو چلوونکي دموټروى پوليسو سره دمرستې کولو پځايې سمدستي په غصه کې راغلل،يو ډرائيور چې وروستو يې پيژندګلو دپوځ ديو افسر په توګه شوې، دموټروى پوليسو په افسرانو تمانچه ايښودې وه.
دستاويز کې ويل شوي دي چې په دغو ډرايورانو کې يو وروستو ټيليفون وکړو چې له دې وروستو دپېښې ځايې ته د٢٠ؤ څخه نيولې تر ٢٥ؤ پورې پوځيان راورسيدل،دستاويز کې دعوه شوې ده چې دپېښې ځايې ته درارسيدو سره سم دغو پوځيانو دموټروى په پوليسو حمله وکړه او هغوي يې دټوپکو په کونداغونو ووهل
بيان کې ويل شوي دي چې له دې وروستو پوځي عملې دپوليسو افسران ځان سره پخپلو ګاډو کې په زوره کښينول او هغوي يې ځان سره دملي لويو لارو او موټروى دپوليسو دګاډي او دريوو ايس ايم جيز سره داټک قلعه ته بوتلل.
ددستاويز ترمخه دموټروى پوليس داټک په قلعه کې تر زياته وخته بندي ساتل شوي وؤ خو وروستو دپوځ دلوړپوړو افسرانو دمداخلت وروستو راخوشې کړى شويدي، وروستو دموټروى پوليسو افسران دعلاج او صحي قانوني راپور لپاره ضلعي هيډکوارټر هسپتال ته رسولى شويدي.
دستاويز کې دا هم ويل شوي دي چې اغيزمنو شوو پوليس افسرانو دپاکستان پينل کوډ ددفعه ٢٧٩،١٨٦،٣٥٣،٥٠٦،٣٦٥،١٤٨ او ١٤٩ لاندې دنوښار داکوړه خټک دپوليسو په تاڼه کې مقدمه درج کړې ده.