د امریکا د دفاع لوړ پوړي چارواکي ټینګار کوي چې په هغو اندېښنو سترګې نه شي پټولی کومي چې روسي هېکران د امریکې راتلونکو صدارتي انتخاباتو د هايي جیک کولو دپاره د کارولو هڅې کوي .
ولې تراوسه پورې د دې خطرې او مخې نیولو په اړه يې د امریکې پلان نه دی په ډاګه کړی شوی .
د ملي امنیت ادارې ډايریکټر او د دفاع د محکمې د سايبرکمانډ مشر اېډمرل مایکل روجرز وايي دا معامله ډېره د پام وړ ده .
نوموړي د سېنټ د ارمډسروسز کمېټۍ غړو ته ویلي ( زه به د دې کار ځانګرتیاوې ونه ویلی شم ولې زما خیال دی داسې څيزونه شته چې صلاحیت کارېدل ليدی شئ ) .
وړمبی په دغه اړنده پوښته د کمېټۍ مشر جان مکېن کړې وه هغه خبردار ورکړی ؤ چې ( روس د سایبر لاس وهنې د لارې د امریکې ملي ګټو کمزورو کولو هڅې کوي او اوس داسې ښکاري چې زمونږ جمهوریت یې راتلونکی هدف دی، که چرته داسې حمله کيږی او هغوې کامیابیږي نو دا به زمونږ جمهوریت تباه کړي) .
د امریکې د دفاع محکمه، استخباراتي ایجنسۍ او قانون پلي کوؤنکي چارواکي د یوې مودې نه استخباراتي معلومات رایوځاې کوي او د ماسکو لخوا په جارحانه انداز باندې د سایبر سپېس دپاره په کارېدو اندېښنه څرګندوي .
مرکزي پلټنیزه اداره ((اېف بي ايي)) او محکمه هوم لېنډ سیکیورټي دا وخت د جمهوري ملي کمیټۍ د ايمیل په نظام د شوې سایبر حملې پلټنې کوي د کوم تور چې د روس سره اړونده هېکرانو باندې لګولی شی .
د سینټ د کمېټۍ غړو ته د لوزیانا سیکرټري اف سټېټ ټام شيډلر ویلي (مونږ ډېر زیات چمتو یو)) .
ولې نوموړي خبردارې ورکړی چې په ډېره شمېره کې هېکران ( د روس دپاره ) کار کوي .
هغه ویلي ( د رايې ورکوؤنکو په اړوند درغلي په ډاګه کولو باندې چې تاسو څومره خبر يئ دا له دې ډېر سېوا ګران کار دی،په داسې کې چې تاسو کله دا ګورئ د رجسټريشن سسټم (نظام) د هېکرانو لخوا په ممکنه توګه اغېزمن کولی شي، ووټران ووټ هم اچولی شی او انتخابات هم کېدی شي) .
ولې په دې اړوند اندېښنې موجودې دي چې د رجسټريشن عمل اغېزمن کېدی شي او پکې ګړبړ کېدی شي .