لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو په ځانمرګي برید کې زیات تنکي ځوانان وژل شوي


د خالي په ورځ د مومندایجنسۍ د مرستیال پولیټیکل ایجنټ د دفتر څخه د وژل شوؤ کسانو د نومونو فهرست خپور شوی دی .
د خالي په ورځ د مومندایجنسۍ د مرستیال پولیټیکل ایجنټ د دفتر څخه د وژل شوؤ کسانو د نومونو فهرست خپور شوی دی .

په قبايلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د جمعې په ورځ جومات کې ترسره شوي ځانمرګي برید کې په وژل شوؤ ۳۶ کسانو کې ۲۵ تنکي ځوانان وو، یواځې یو تن پکې د ۶۰ کالو او نور ټول د ۳۰ کالو نه د کم عمر وو .

د خالي په ورځ د مومندایجنسۍ د مرستیال پولیټیکل ایجنټ د دفتر څخه د وژل شوؤ کسانو د نومونو فهرست خپور شوی دی .

د فهرست ترمخه په وژل شوؤ ۳۶ کسانو کې نهه کلن جمشېد او ۱۲ کلن رضوان، ۱۷ کلن شهاب او ۲۰ کلن نعیم، ۱۶ کلن حضرت ګل او ۱۸ کلن عرفان، ۱۲ کلن داؤدشا او ۲۲ کلن ظاهر شاه خپل وروڼه دي .

دغه رنګ په ټولو وژل شوؤ ۳۶ کسانوکې ۲۵ داسې دي چې عمرونه یې ۲۰ یا د ۲۰ کالو نه کم دي، د نورو ټولو عمرونه د ۳۰ کالو نه کم دي یواځې یو کس پکې د پوخ عُمر(۶۰) کالو دی .

د وژل شوؤ زیاترو تعلق د امبار تحصیل پاې خان علاقې سره دی .

د دغه برید زمه واري د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې او ویلي يې ؤ چې برید کې يې د امن کمېټۍ غړي په هدف کړي دي .

دغه برید د جمعې په ورځ د ماسپخين د نمانځه په مهال شوی ؤ .

د خالي په ورځ انبار تحصیل او چاپېره علاقو کې په داسې مهال کرفیو لګول شوې وه چې پېښه کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کېده، او خپلوان يې په غم کې ګډون ته ورتلل خو د کرفیو له امله ټول بیرته ستانه کړی شوي وو .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG