لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند لخوا لګېدلي تورونه رد کړي


د نفیس ذکریا په وینا پاکستان سره ثبوتونه موجود دي چې هند دلته په ترهګرۍ او بدامنۍ کې ککړ دی .
د نفیس ذکریا په وینا پاکستان سره ثبوتونه موجود دي چې هند دلته په ترهګرۍ او بدامنۍ کې ککړ دی .

د هند د کورنو چارو وزیر په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کولو تورونه اسلام اباد رد کړي او ویلي يې دي هند د دې لارې په کشمير کې د روان کړکېچ او په مبینه توګه د بشري حقونو د سرغړونې نه د نړۍ مخ بل لور ته اړول غواړي .

د اتوار په ورځ هندي کشمير کې یو پوځي مرکز باندې د مشکوکو وسله والو په برید کې ۱۷ عسکر وژل شوي او د هغې وروستو د هند داخله وزیر راج ناتهـ سنګهـ په ټویټر باندې لیکلي پېغام کې تور لګولی چې (( پاکستان یو ترهګر ملک دی)) او هغه ته (( افسوس دی چې پاکستان د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو مرستې دوامداره ساتي)) .

د پاکستان د دفتر خارجه ویاند نفیس ذکریا د اتوار په ورځ وایس اف امریکا سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي په داسې وخت کې چې ګرده نړۍ په کشمير کې د هند د ځواکونو ظلمونه ګوري داسې بیانونه د هغې نه د مخ اړولو دپاره ورکولی شي .

هغه ویلي پاکستان سره ثبوتونه موجود دي چې هند دلته په ترهګرۍ او بدامنۍ کې ککړ دی .

(( دا وړومبی ځل نه دی چې کومه پېښه وشوه یا د ترهګر په تناظر کې تور ولګول شو، دا په اصل کې هند دی چې پاکستان کې ترهګري کوي، په کشمير کې ریاستي ترهګري کوي او پوره هڅه کوي چې د دنیا مخ د دې نه واړوي)) .

د پاکستان لخوا په هند د ترهګرۍ تورونه نوی ډهلی هم ردوي .

نفیس ذکریا ویلي په داسې وخت کې چې د ملګرو ملتونو د جنرال اسمبلۍ غونډه کيږي او پاکستان به پکې د کشمیر خبره راپورته کوي، هند ځکه دغه ډول بیانونه ورکوي .

د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د جولايۍ په میاشت کې د هندي ځواکونو د لاسه د بېلتون پاله کمانډر برهان واني د وژنې نه وروستو دغلته حالات کړکېچن شوي دي او دوه میاشتې وړاندې د هند په ضد مظاهرو کې تراوسه پورې خواؤشا ۸۰ کسان وژل شوي دي .

په کشميرد پاکستان او هند ترمنځ د شورو نه شخړه روانه ده، امریکا وايي پاکستان او هند دې حل طلب ستونزې د خبرو د لارې هوارې کړي ځکه چې د دواړو ایټمي قوتونو ترمنځ کشاله د سیمې د امن دپاره خطرناکه ګرځېدی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG