دافغانستان ددفاع وزارت دجمعې په ورځ يو بيان کې ويلي دي چې تير يو شواروز کې دهيواد بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوو عملياتو کې ٦٩ جنګيالي وژل شوي دي.
دافغانستان ددفاع دوزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې دغه عمليات غزني، پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، ارزګان، زابل، غور، هرات، تخار، کندوز ،جوزجان او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
دميدان وردک نرخ ولسوالۍ کې ١١،بدخشان کې ١٣، کندوز کې ١١،زابل کې يو تندلاري وژل شوي دي،عملياتو کې څلور عسکر هم وژل شوي دي.
دبيان ترمخه وژل شوو کې دداعش يوولس جنګيالي هم شامل دي ، ددغه ډلې پينځه جنګيالي ژوبل شوي او دوه نور امنيتي ځواکونو نيولي دي.
له دې وړاندې دجمعې په ورځ افغان پوليسو ويلي دي چې دافغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې ترسره شووامريکايي هوايي بريدونو کې دپينځوو بهرنيانو په ګډون ديرش جنګيالي وژل شوي دي.
دننګرهار دپوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال افغان خبري ادارې پژواک ته په دغه اړه ويلي دي چې دغه بريدونه تيره شپه په حسارک،نازيان او کوټ ولسواليو کې ترسره شويدي.
هغه ويلي دي چې حسارک کې ١٨ ،کوټ کې اووه او نازيان کې پينځه جنګيالي وژل شوي دي، دهغه وينا وه چې بمبارۍ کې شپږ جنګيالي ژوبل شوي هم دي.
دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان دننګرهار ولايت په ځينو برخو کې دداعش جنګيالي هم دتيرکال راهسې فعاله دي او هغوي دحکومتي ځواکونو او مقامي کليو په ضد ګڼ بريدونه ترسره کړي دي
دننګرهار دکوټ ولسوالۍ پشمول بيلا بيلو سيمو کې دتندروه ډلې داعش دله مينځه وړلو لپاره دافغان ځواکونو لخوا هم عمليات دوام لري خو دامريکا غږ ديو راپور ترمخه دسيمه ييزو قبايلي مشرانو وينا ده چې دکوټ او اچين ولسواليو په لرې پرتو سيمو داعش قبضه کړې ده.