لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رسنۍ دې د ملي ګټو په اړوند د اوازو دخبرونو څخه  ډډه وکړي


د سرکاري میډیا ترمخه ورځپاڼې او چېنلې دې د ملي امنیت د چارو او ریاستي ګټو په اړوند د اوازو په اساس د جوړو خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي .
د سرکاري میډیا ترمخه ورځپاڼې او چېنلې دې د ملي امنیت د چارو او ریاستي ګټو په اړوند د اوازو په اساس د جوړو خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي .

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف تېره اونۍ د ملي امنیت د کمیټۍ د غونډې په اړه خپور شوی خبر یو ځل بیا د حقایقو برعکس بللی او ویلي يې دي زمه وار به یې په ګوته کولی او پر ضد به یې ګام پورته کولی شي .

د سرکاري میډیا ترمخه ورځپاڼې او چېنلې دې د ملي امنیت د چارو او ریاستي ګټو په اړوند د اوازو په اساس د جوړو خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي .

وزیراعظم نوازشریف دغه خبرې د ګل په ورځ د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرال رضوان اخترسره د لیدو وروستو کړي دي . په دغه لیدنه کې د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار، داخله وزیر چوهدري نثارعلي خان او د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف هم ګډون کولو .

د وزیراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په لیدنه کې ټولو ګډون والو د انګرېزې ژبې وتلي ورځپاڼې (ډان) کې خپور شوی خبر جعلي ګرځولی او په خپرېدو یې اندېښنه څرګنده کړی شوې ده .

د بیان ترمخه ګډون والو ویلي چې خپور شوی خبر د ملي امنیت په چارو کې د نړیوالو منل شوؤ قاعدو سرغړونه ده، غلط بیاني پکې شوې او ملي ګټې پکې په خطره کې اچول شوي دي او حقایق د دې برعکس دي .

وزیراعظم په دغه خبر نوټس اخستی او ویلي یې دي چې زمه وار دې په ګوته کړی شي او پرضد دې يې ګام پورته کړی شي .

بیان کې دا نه دي ويل شوي چې زمه وار د دغه خبر سرچينه یا خبریال ته ویل شوي دي .

تېره اونۍ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ ترسره شوې غونډې په اړه ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی ؤ چې پکې د سرچینو له خلې ویل شوي ؤ، د ملک سیاسي مشرتابه پوځي چارواکو ته ویلي چې د غېر ریاستي خلکو په ضد بې د څه توپیره عملیات پکار دي ګنې پاکستان په نړیوال کچ یواځې کېدی شي .

د ډان ورځپاڼې په خبر کې د غېر ریاستي ډلو نومونه لیکل شوي او د پنجاب اعلی وزیر شهبازشریف د صوبې د قانون نافذؤنکو ادارو لخوا د غېر ریاستي عناصرو په ضد عملیاتو کې د استخباراتي ادارو د لاس وهنې په اړوند د ايي اېس ايي مشر سره خبرې اړول شوې وې .

دغه رنګ ویل شوي ؤ چې په دغه غونډه کې د پرېکړو او هدایاتو رسولو دپاره به د ايي اېس ايي مشر د صوبو دوره کوي او اپېکس کمیټو ته به دغه فېصلې رسوي .

د سرکاري بیان ترمخه د ګل په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم نوازشریف د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف او نورو چارواکو په لیدنه کې د ملي او سیمه ییز امنیت په حالاتو خبرې شوي دي .

لیدنه کې دا ژمنه شوې ده چې پوځ او استخباراتي ادارې به د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مرکزي رول لوبوي او دغه جګړه د ټولو فريقېنو په صلاح د تُندلارو په ضد بې د څه توپیره روانه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG