د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې یوه ګډه سروې ښايي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هیواد کې د نشي يي توکو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی دی.
د افغانستان د نش هيي توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه يي توکو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) د دغه سروی راپور وړاندې کړی چې پکې ویل شوي سږکال ۴۸۰۰ ټُنه اپیم په افغانستان کې تولید شوي دي.
تیر کال په دغه هیواد کې د اپیمو تولید ۳۳۰۰ ټنه وو.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د سروې د خپرولو پر مهال ویلي، چې روان کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله په دوه لاکه اېکړه ځمکو کې کوکنار کرل شوي، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې یو لاک ۸۳ زره اېکړه وه.
د چارواکو په وینا د ناامنیو له کبله د کوکنارو تر ټولو زیات کر په هلمند کې ۸۰ زره اېکړه ځمکه باندې او بیا د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځو سیمو کې زیات شوی دی.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزیرې په وینا، سږکال د ناامنیو اوبودیجې/بجټ د کموالي له امله په افغانستان کې د کوکنارو د کروندې له منځه وړو کې پاتې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې (یو این او ډي سي) رئیس اندري اویتسیان ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو لپاره د ښې هوا په نتیجه کې د اپیمو د تولید کچه ۴۳ ټُنو ته لوړ شوی دی.
ښاغلي اویتسیان ویلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي ویلي چې د روان کال په اووه میاشتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو په ټول افغانستان کې ۱۲۶۳ لوی او کوچني عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۱۴۰۸ قاچاقبران نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
جنرال احمدي زیاته کړه، سږکال ۱۲ تنه نړیوال قاچاقبران چې د نړیوالې ټولنې لپاره مطلوب کسان وو هم نیول شوي دي. او په نورو نیول شوؤ کسانو کې ځینې دولتي کارمندان هم شامل دي چې په دغه دنده کې ککړ وو نیول شوي دي.