لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې فضايي بريدونه، په لسګونو کسان مړه

 دملګرو ملتونو ديمن ځانګړي استازي اسماعيل لخوا دوړاندې کړل شوې منصوبې تفصيلات مخې ته نه دي راغلي خو دبين المللي خبري ادارې رويټرز ترمخه دغه منصوبه کې د موجوده صدر منصور هادي دلرې کولو په ترڅ کې دنوي حکومت دجوړولو وړانديز هم شامل دى.

يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي په مشرۍ دايتلاف هوايي بريدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي، بين المللي حمايت يافته يمني صدر دملګرو ملتونو لخوا هيواد کې دسولې ديوې وړانديز کړل شوې منصوبې دمنلو څخه انکار کړى دى.

دملګرو ملتونو ديمن ځانګړي استازي اسماعيل لخوا دوړاندې کړل شوې منصوبې تفصيلات مخې ته نه دي راغلي خو دبين المللي خبري ادارې رويټرز ترمخه دغه منصوبه کې د موجوده صدر منصور هادي دلرې کولو په ترڅ کې دنوي حکومت دجوړولو وړانديز هم شامل دى.

په عين حال کې عيني شاهدانو ويلي دي لويديز ښار تعز کې دفضايي بريدونو په مهال لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي، دغه سيمه کې دحوثي ياغيانو او سعودي په پلوۍ دجنګيدونکو امنيتي ځواکونو ترمينځ جګړه روانه ده.

ددغو بريدونو څخه څو ساعته وروستو دياغيانو تر ولکې لاندې ساحلي ښار الحديده کې جنګي الوتکو په يو امنيتي هيډکوارټر بريد کړى چې پکې دبنديانو او امنيتي ځواکونو په ګډون لږ ترلږه څلويښت کسان وژل شوي دي.

ددغو بريدونو او پکې درامينځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تفصيلات تر دې مهاله مشکوک دي، طبي عملې فرانسيسي خبري ادارې سره خبرو کې دمرګونو پخلى کړى خو دژوبلو لړ کې څه نه دي ويل شوي، مارچ ٢٠١٥م کې سعودي ديمني حکومت په پلوۍ دغه هيواد کې فضايي بريدونه پيل کړي وو، دملګرو ملتونو يو راپور وايي چې ايتلافي بريدونو کې خواوشا څلور زره خلک وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG