لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوز جګړه کې ٣٠ ولسي وګړي او دوه امريکايي پوځيان وژل شوي


 امريکايي پوځ پخلى کړى دى چې  دجګړې په مهال دهغوي دوه پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
 امريکايي پوځ پخلى کړى دى چې  دجګړې په مهال دهغوي دوه پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

افغان چارواکو ويلي دي دافغانستان شمالي کندوز ولايت کې دامريکا په ملاتړ دملي اردو او طالبانو ترمينځ شوو نښتو کې لږ ترلږه ٣٠ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ګڼ شمير ماشومان هم شامل دي.

امريکايي پوځ پخلى کړى دى چې دجګړې په مهال دهغوي دوه پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دولايت دسرښار سره خواوشا کې سخته نښته هاغه مهال وشوه کله چې دامريکايي ملګرو ترڅنګ افغان پوځ دياغيانو په يو مرکز بريد وکړو.

دامريکايي پوځ بيان کې ويل شوي دهغوي پوځيان هاغه مهال تر ډزو لاندې راغلل چې هغوي دطالبانو دځالو پاکولو او دتندروه ډلې لخوا کندوز کې دکيدونکو کارروايو ناکامولو په غرض افغان شراکت دارانو ته دتربيې، مشورې او مرستې ورکولو په مشن وؤ.

کندوز دوالي وياند محمود دانش ويلي دي دافغان کمانډو پوځونو څلور عسکر وژل شوي او له بدغه مرغه لږ ترلږه ٣٠ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دکندوز والي اسدالله عمرخيل وايي بريدونو کې د٣٠و ولسي وګړو دوژل کيدو او ٤٦و دژوبل کيدو پخلى کړى او دا يې دافغان پوځ عمل ګرځولى، هغه دا هم منلې چې دافغان ملي اردو څلور عسکر هم وژل شوي دي.

دنيويارک ټايمز ديو راپور ترمخه سيمه ييز ولسي وګړي او کندوز کې نور چارواکي هوايي بريدونه دامريکايي پوځ عمل ګرځوي.

دنيويارک ټايمز يو خبريال دکندوز روغتون ته دوړل کيدو په مهال ٢٢ مړي شميرلي، په هغوي کې ١٤ ماشومان دي، څلور زنانه او نور سړي دي، مړو سره دهوايي بريدونو دښکار شوي کلي بُز کندهاري مظاهرين هم موجود وؤ.

هغه ويلي دي ګڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي، هغه دعوه کړې ده چې عملياتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او ٢٦ جنګيالي وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې ده چې دکندوز جګړه کې دهغوي يواځې درې جنګيالي وژل شوي.

هغه دعوه کړې ده چې امريکايي پوځ دجګړې په مهال په ولسي سيمو هوايي بريدونه کړي چې پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له دې وړاندې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله خلک دکندوز سړکونو ته ورتلي ، هغوي شل مړي پورته کړي وؤ چې پکې ماشومان هم شامل وؤ.

ايمنسټي انټرنيشنل د ولسي وګړو په مرګ ژوبله دفضايي بريد دسمدستي، تفصيلي او ازادانه پلټنو غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې افغانستان کې دامريکايي پوځ کمانډر جنرال جان نکلسن ويلي وو ددغه زيان باوجود هغوي دافغان قام دفاع لپاره هغوي سره کلک ولاړ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG