دامريکا دنوي صدر دټاکنې ورځ رارسيدلې او دنهې په ورځ امريکايان دخپل نوي قيادت لپاره ټاکنو کې برخه اخلي.
دامريکا درياستي او انتخابي مبصرينو وينا ده چې دا ځل دووټونو کچه کې ديادونې وړ اضافه او سخته مقابله توقعو لري.
امريکا کې دترسره کيدونکو صدارتي ټولټاکنو لپاره دمهم په وروستي پړاؤ کې دډيموکريټ ګوند کانديدې هيلري کلنټن اؤ دريپبلکن ګوند کانديد ډونلډ ټرمپ انتخابي جلسو ته ويناوې کړي.
انتخابي سروى ګانې په ډاګه کوي چې هيلري کلنټن ته په پخپل مخالف کانديد ټرمپ برتري ترلاسه ده.
هيلري کلنټن اؤ ډونلډ ټرمپ دمهم په وروستۍ ورځ دهاغو ايالتونو سفرونه کړي چرته چې ددواړو کانديدانو ترمينځ دسختې مقابلې هيله ده.
دامريکايي خبري اارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دګل ورځې دانتخاباتو څخه دمخه شوي ووټنګ کې خواوشا څلورو کروړو او دوه ديرش لکو رايې ورکوونکو خپل ووټ اچولى وو او هيله ده چې دا شميره به پينځوو کروړو پورې ورسيږي.
که دغه شميره په نظر کې وساتل شي نو ويل کيدى شي چې چې څلويښتو فيصدو امريکايي رايې ورکوونکو دټاکنو دورځې څخه دمخه خپل ووټونه اچولي، دټاکنو څخه دمخه دووټونو کچه ٢٣ رياستونو او ډسټرکټ اف کولمبيا کې ريکارډ کړى شوې ده.
دنظرپوښتنو دتازه جايزو ترمخه ډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن ته پخپل مخالف کانديد ډونلډ ټرمپ برتري ترلاسه ده او ځينو رياستونو کې ددغه برترۍ فرق ډير معمولي دى.
دګل په ورځ تر ناوخته دانتخابي مهم وروستو شيبو کې هم ددواړو کانديدانو لخوا دخپلو خپلو پلويانو دقايلولو هڅه روانه وه.
فلوريډا کې ډونلډ ټرمپ خپلو پلويانو ته دوينا په مهال وويل دغه ټاکنې په دواشنګټن دبدعنوانه اشرافيې لپاره دلارې دبندولو مترادف وي.
ټرمپ پخپلې مخالفې کانديدې کلنټن نيوکه وکړه او وې ويل که چرې هغه صدر وټاکل شو نو هيلري به دسرکاري چارو لپاره دشخصي اي ميل سروس په استعمالولو زندان کې وي.
هيلري کلنټن فلاډيلفيا کې دانتخابي مهم وروستۍ شېبې دخپلوزرګونو پلويانو سره تيرې کړې.
هغې په خلکو زور راوړى چې دولسمشر براک اوباما په مشرۍ تيرو اتوو کلونو کې دشوي پرمختګ دبرقراره ساتلو لپاره دې دکورونو څخه را اوځي او ووټ دې واچوي.
هغې انتخابات دملک اقدارو لپاره ريفرنډم وګرځولو.