لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان شربت ګله افغانستان ته سپارلې

 دامنيتي سرچينو او پاکستاني ميډيا دراپورونو ترمخه دخېبرپښتونخوا دحکومت لخوا پاکستان کې داوسيدو دوړانديز درد کولو څخه وروستو شربته ګله بيګاه دشپې دتورخم په پوله په سختو امنيتي تدابيرو کې افغان امنيتي چارواکو ته سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکو دجعلي شناختي کارډ په تور نيول شوې مشهوره افغان ميرمن شربت ګله دتورخم په پوله افغان چارواکو ته سپارلې ده.

دامنيتي سرچينو او پاکستاني ميډيا دراپورونو ترمخه دخېبرپښتونخوا دحکومت لخوا پاکستان کې داوسيدو دوړانديز درد کولو څخه وروستو شربته ګله بيګاه دشپې دتورخم په پوله په سختو امنيتي تدابيرو کې افغان امنيتي چارواکو ته سپارل شوې ده.

شربت ګلې او افغان حکومت دخېبرپښتونخوا حکومت سره جمع کړى شوي يو خواست کې په ٩م نومبر دهغې د١٥و ورځو دسزا دمکمليدو څخه وروستو دشربت ګلې افغانستان ته درخصتولو اپيل کړى و.

بلخوا دهند يوې وتلې ورځپانې ټايمز اف انډيا پخپل يو راپور کې دعوه کړې ده چې هندي چارواکو په غيررسمي توګه دهغې دتور زيړي دعلاج په هند کې کولو لپاره هند سره تماس نيولى دى او هندي حکومت دې لړ کې دباضابطه خواست انتظار کوي.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG