د امریکې نوی ټاکل شوی صدر ډونلډټرمپ به د زیارت په ورځ په وړومبي ځل سپينې ماڼۍ ته لاړ شي او صدر باراک اوباما سره به وويني.
ښاغلي ټرمپ د نهې/سه شنبې په ورځ صدارتي ټاکنو کې د مخالفه ډلې هېلري کلنټن ته ماتې ورکړې او د صدارت دپاره منتخب شوی دی.
د زیارت په ورځ ليدنې سره به د موجوده او نوي ټاکل شوي ترمنځ د واک د منتقلۍ سلسله پېل شي، د دې دپاره چې په ۲۰م جنورۍ ۲۰۱۷م ډونلډټرمپ د صدر څوګند پورته کولو ته تیاری وکړی شي.
صدر اوباما د هېلري کلنټن دپاره انتخابي کمپاین کې پوره برخه اخستې وه او د شورو/چهارشنبې په ورځ د نتیجو مخې ته راتلو وروستوهغه ویلي چې ماتې خوړول ګران دي.
هغه ویلي ؤ ( دا کومه پټه خبره نه ده چې زما د نوي منتخب شوي صدر ترمنځ ډېر اختلافات دي ولې یاد ساتئ چې اته کاله وړاندې د صدر بش او زما ترمنځ هم اختلافات ؤ ولې د صدر بش ټیم چې په کوم ډول د واک د منتقلۍ عمل څه ډول ممکن جوړ کړو هغه د دې نه زیات غورنه شو کېدی)).
صدر اوباما وویل خپل ټيم ته يې امر کړی دی چې (( د هر ممکنه حده پورې کار وکړي او دا خبره یقيني کړي چې نوي صدر ته د واک انتقالول په کامیابۍ ترسره شي)).
اوباما په پُرامنه ډول د واک منتقلي د امریکا د جمهوریت لویه نخښه بللې ده.