عراقي پوځ ویلي د داعش د وسله والو نه يې د نمرود ښار نیولی دی، د عراق د ګډو ځواکونو مشر ویلي (( د عراقي پوځ نهم ډویژن د داعش نه د نمرود سيمه په بشپړ ډول نيولې په ودانو يې د عراق بېرغ پورته کړی او وسله والو يې غټ زاني زیان اړولی دی)).
نمرود د پخواني شام د پلازمینې سره نزدې موقعیت لري د کوم په اړه چې تېر کال د عراق حکومت ویلي ؤ تُندلارو وران کړی ؤ. په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې پوځ د لرغونو اثارو دغه ځاې په ولقه کې اخستی دی.
اپرېل ۲۰۱۵م کې د داعش لخوا یو ويډیو خپره کړی شوې چې پکې په مبینه توګه نمرود ښکاره کړی شوې او تُندلارې د بجلۍ د ډرل مشینانو د لارې پخواني ديوالونه او نور لرغوني اثار تباه کوي.
نمرود د موصل په جنوب کې پرته په ۳۰ کلوميټره خوره پرته علاقه ده د کومې د ولقې اخستو دپاره د پوځ او داعش ترمنځه جګړه روانه وه.
دغه عملیات د عراقي حکومت او اتحادي ځواکونود موصل نه د داعش د ویستلو برخه ده. که څه هم حکومت لږترلږه یو لاک پوځي رایوځای کړی ؤ، مشرتابه یې ویلي دا جنګ اوږدېدی شي.
د ناروی د کډوالو کونسل د اتوار په ورځ ویلي د ۵۰ زرو نه زیات خلک د کورونو نه په وتلو مجبور شوي دي.
تنظیم ویلي لږ ترلږه ۷۰زره خلک پناه، خوراک، اوبو او طبي اسانتیاؤ ته اړتیا لري.