لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا افغانستان کې دجنګي جرمونو پلټنې رد کړي


Taron 'Yan Jami'yyar adawa ta Moden Lumana a Jamhuriyar Nijar
Taron 'Yan Jami'yyar adawa ta Moden Lumana a Jamhuriyar Nijar

دامريکا خارجه محکمې ويلي دي دجنګي جرمونو دنړيوالې محکمې( اي سي سي) لخوا افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دممکنه جنګي جرمونو پلټنې " غيرضروري او غيرمناسبې"دي

دامريکا دخارجه محکمې وياندې الزبتهـ ټروډيو ويلي دي دکوم رومي قانون لاندې چې دجنګي جرمونو نړيوال عدالت په هيګ کې جوړ شوى،امريکا دهغې يو فريق نه دى او دايي سي سي داختيار ددايرې په اړه يې هم خپله رضامندي نه ده ښودلې،هغې دا هم ويلي دي چې واشنګټن ددغسې شکايتونو ازالې لپاره د انصاف يو قوي نظام لري.

ټروډيو ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل امريکا د جنګي قانون سره سم دچلن کولو په اړه سخته ژمنه ده، هغې وويل " مونږ باور نه لرو چې دافغانستان دوضعيت په په حقله دامريکايي پوځ په اړه داي سي سي يوه معاينه يا پلټنه ضروري يا مناسب ده"

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د جنګي جرمونو نړيوال عدالت ( آيي سي سي) لخوا ترسره شوې يوه ابتدايي څيړنه کې دا خبره مخې ته راغلې وه چې د امريکا پوځ او استخباراتي ادارې (سي آيي اي) په کال ۲۰۰۳م او ۰۴م کې افغانستان کې کوم خلک نيولي د هغوي نه د پلټنو په وخت کې يې په دوي باندې تشدد کړي او ښايي د دغه لارې جنګي جرمونه شوي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ خپور شوي راپور ترمخه څارنوال فتوؤ بينسودا ويلي طالب وسله والو، افغان دولتي ځواکونو، امريکايي پوځ او سي آيي اى دوي ټولو ښايي جنګي جرمونه کړي دي.

راپور کې ويل شوي چې د امريکايي ځواکونو سرتيرو (( په څرګنده ۶۱ کسانو باندې بند کې تشدد کړى)) او داسې زياتره په کال ۲۰۰۳م او ۲۰۰۴م کې شوي دي.

راپور کې دا هم ويل شوي چې په دغه وخت کې سي آيي اى په افغانستان، پولېنډ، رومانيه او لتهوينيا کې پټو بندي مرکزونو کې (( بندي لږترلږه ۲۷ کسانو باندې تشدد کړى دى)).

فتوؤ بينسودا ويلي چې هغه به په سمدستي ډول د دې خبرې پرېکړه وکړي چې د دې معاملي د پوره پلټنو دپاره اجازه وغوښتل شي يا نه.

که څه هم امريکا د جرمونو د نړيوال عدالت غړې نه ده خو په ضد يې د افغانستان په رنګ نورو ملکونو کې د امريکايي وګړو لخوا ترسره شوؤ مبينه جرمونو په لړ کې مقدمه چلېدى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG