د پاکستان پوځ د هند پولې سره نزدې غټ پوځي تمرین کړی چې پکې يې ځمکني او هوايي ځواک برخه اخستې ده. دا په داسې حال کې چې د دواړو سیالو ايټمي وسله لرونکو ملکونو ترمنځ اړیکې تاؤژنې دي او دغه پوځي تمرین جګړې ته د تیارۍ نیولو څرګندونه ده.
وزیراعظم نوازشریف د ځمکني پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف سره په ګډه د شورو/چهارشنبې په ورځ د پنجاب صوبې خېرپورټامې والا سیمه کې د پوځي تمرین ننداره کړې ده، دغه نندارې ته د بهر ملکونو سفیرانو هم ورغلي وو.
دغه تمرین چې د رعدالبرق نوم ورکړی شوی ؤ پکې جنګي الوتکې، ټېنکونه، توپې، مېزائلې او نورې درنې وسلې کارول شوي دي.
دا پوځي تمرین د لانجمن کشمیر په پوله لائن اف کنټرول باندې هندي ځواکونو سره د پاکستاني پوځ د نښتو نه څو ورځو وروستو ترسره شوی دی، د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې په ډزو کې د پاکستان اووه پوځي سرتيري وژل شوي وو.
د پوځي تمرین په وخت وزیراعظم نوازشریف ویلي د کشمیر د پولې حالات اوس هم حساس دي هغه په هند تور لګولی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د اوربند سرغړونه کوي. نوموړي د کال ۲۰۰۳م د اوربند حواله ورکړه او وې ویل په وروستیو کې دغه اوربند غېرفعاله شوی دی.
هغه وویل پوځي تمرین د دې څرګندونه ده چې پاکستان د دښمنانو د هر ډول یرغل ځواب ورکولو ته تیار دی.
هغه زیاته کړه کشمیر د پاکستان او هند ترمنځ اوس هم اساسي شخړه ده او پولې ته نزدې د پاکستان د بې ګناه خلکو او پوځي سرتېرو وژنې د هند د یرغل څرګندونه ده کومه چې د نړیوالې ورورولۍ پام ته اړتیا لري.
پاکستان وايي کشمیر کې هند سره په تازه نښتو کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او په زرګونو خلکو د پولې د خوا نه کډې کړي دي.
دواړه هېوادونه په یو بل باندې په پوله د ډزو تور لګوي او وايي چې په دغو ډزو کې دواړو خواؤ ته ملکي وګړي وژل کيږي.