لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د ملي استخباراتو مشر استعفی ورکړې


کلېپر ډېر وړاندې د دې خبرې اشاره ورکړې وه چې د اوباما انتظامیې تلو به هغه هم خپل چوکۍ پرېږدي.
کلېپر ډېر وړاندې د دې خبرې اشاره ورکړې وه چې د اوباما انتظامیې تلو به هغه هم خپل چوکۍ پرېږدي.

د امریکا لوړ پوړی استخباراتي چارواکی به د نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ سره کار ونه کړي او هغه د کانګرس غړو ته ویلي چې استعفی يې ورکړې ده.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر جېمز کلېپر د کانګرس یوې کمېټۍ ته د غونډې په پېل کې د خپلې چوکۍ پرېښودو ویلي او هلته موجود خلک په دغه خبره اورېدو حېران پاتې شوي دي.

کلېپر قانون جوړونکو ته ویلي (( ما تېره شپه استعفی وړاندې کړې اودا ماته ډېره ښه لګېدلې ده)).

د دغه اعلان نه سمدست وروستو په دې اړوند دا قیاس کيږي چې کلېپر د ټرمپ راتلونکې انتظامیې ته د پېغام ورکولو هڅه کوي. ولې د استخباراتي ادارې یو ویاند په سمدستي ډول د دغو اندېښنو کمولو هڅه کړې ده.

ویاند ویلي (( چې ډائریکټر نیشنل انټیلیجنس دغه خط داسې لاس لیک کړی څنګه چې يې د انتظاميې ټول چارواکي کولو ته اړتیا لري ولې هغه به د خپل وخته پورې کار کوي)).

ویاند د دې پوهه کولو دپاره زیاته کړې چې د کلېپر استعفی به په هغه ورځ (( ۲۰م جنورۍ ۲۰۱۷)) باندې موثره شي په کومه ورځ چې ټرمپ خپله چوکۍ سمبال کړي.

کلېپر ډېر وړاندې د دې خبرې اشاره ورکړې وه چې د اوباما انتظامیې تلو به هغه هم خپل چوکۍ پرېږدي.

د کلېپر د استعفی په اعلان هغه خلک بيخي نه دي حېرانه شوي چې د ټرمپ د ټیم سره په رابطه کې دي.

د ځينو خلکو خیال دی چې شپږ کاله کلېپر په دغه چوکۍ پاتې شوی او دا مناسب وخت دی چې په اداره کې نوی توانايي شامل کړی شي.

د استازو د اېوان د استخباراتي کمېټۍ د ډيموکريټک ګوند سره تړاؤ لرونکي غړي اېډم شف رویټرز خبری ادارې ته ویلي چې کلېپر (( تل د زغم نه کار اخستی او د ملک ګټه یې په سر کې ساتلې ده)).

هغه په مارچ کال ۲۰۱۳م کې د سینیټ د یوې کمېټۍ په وړاندې ورکړي بیان باندې د نیوکو لاندې راغلی ؤ، د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي ؤ چې امریکا د لاکونو په شمېره کې د وګړو په اړه معلومات په خوښه نه دي جمع کړي، ولې د دغه بیان نه څو میاشتې وروستو د ملي استخباراتي ادارې یو پخواني غړي اېډورډ اسنوډن داسې شواهدو انکشاف کړی ؤ چې امریکا بې د شکه د عامو خلکو ډېری ریکارډ جمع کړی دی.

په وروستیو کې د امریکا استخباراتو د کلېپر په وینا یو غېر معمولي ګام پورته کړی او یو بیان يې جاري کړی چې پکې په روس باندې د امریکا د وګړو او ډيموکريټک ګوند سره امریکايي تنظیمونو د ایمېلونو هېک کولو دپاره د هدایاتو جاري کولو تور لګولی ؤ.

ټرمپ د خپل صدارتي انتخاب نه وړاندې په کمپاین کې د څو اوونو پورې په دغه ادعا باندې د ښکاره تحفظاتو څرګندونه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG