لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يزيدي زنانه دداعش مقابلې لپاره پوځيانې جوړيږي

 کال ٢٠١٤م کې دتندروه ډلې داعش قبضه کې دراتللو څخه وروستو تندلارو اووه زره يزيدي زنانه او جينکۍ په زوره پورته کړي او هغوي يې د" جنسي غلامانو" په توګه خرڅې کړيدي، په زرګونو يزيدي زنانه دسنجير خواوشا غرونو ته تښتيدلي، په زرګونو دموسمي حالاتو له امله هم مړې شوي دي.

دا دګل دماښام يو خاموش او سُکون څخه ډک ماښام دى، زنانه پوځيانې خپل مرکز کې دوالي بال لوبه کوي، پوځي اډه کې دبدليدو څخه دمخه دا ديو سکول وداني وه.

دغه سيمه کې دسړک دواړولورو ته يولويې قبرستان دى چې پکې دداعش دلاسه وژلى شوي په سلګونو کسان ښخ دي.

دپوځي زنانه ؤ وينا ده هغوي پوځ کې جنګيدو لپاره نه دي شامل شوي بلکې له دې امله پوځيانې جوړې شوي ترڅو هغوي په ځان دتپل شوې جګړې مقابله وکړى شي.

ددغو ټولو زنانه ؤ تعلق يزيدي قبيلې سره دى او دهغوي دغصې يو جواز موجود دى.

دهغوي وينا ده تندلاري دهغوي لوڼه او خويندې پورته کوي او په نورو ښارونو کې يې خرڅوي.

نجواعلي اسماعيل يوه پينځه ويشت کلنه پوځي زنانه ده، هغه وايي پيش مرګه کې دخپل هيواد حفاظت لپاره شامل شوې ده.

کال ٢٠١٤م کې دتندروه ډلې داعش قبضه کې دراتللو څخه وروستو تندلارو اووه زره يزيدي زنانه او جينکۍ په زوره پورته کړي او هغوي يې د" جنسي غلامانو" په توګه خرڅې کړيدي، په زرګونو يزيدي زنانه دسنجير خواوشا غرونو ته تښتيدلي، په زرګونو دموسمي حالاتو له امله هم مړې شوي دي.

ګڼ شمير يزيدي زنانه ښار کې ذبح کړى شوي او په هاغو قبرونو کې په اجتماعي توګه ښخې کړى شوي چې هغوي يې په کنستو مجبوره کړى شوې وې.

ديزيدي قبيلې ختمولو لپاره هغوي دپينځوو زرو څخه زيات خلک وژلي کوم چې ملګرو ملتونو نسل کشي ګرځولې ده.

کرد پيش مرګه ځواک کې شاملې زنانه دجنګي حربواو دوسلو دکارولو تربيه اخلي.

هغوي وايي دجګړې دميدان په وړاندينو صفونو کې يې دداعش مقابله هم کړې ده.

دهغوي وينا ده چې دتندلارو په قبضه کې راتلونکې زياتره يزيدي زنانه او جينکۍ دجنسي تشدد دښکار کيدو پځايې ځان وژنې ته اوليت ورکوي.

هغوي ويلي يوه موقع داسې هم راغلې چې دځان بچ کولو لپاره په تيښته اروپا ته تللې شوې،خو دلته دپاتې کيدو په ترڅ کې يې دتندلارو مقابلې ته اوليت ورکړى.

دهغوي وينا ده دسړک دواړو اړخو ته په لويه پيمانه قبرونه دي، کله چې خلک دوي ويني نو خفه کيږي، دې سيمه کې دميشتوو خلکو عمرونه ديو کال څخه ٩٠ کلونو پورې دى او دوي غواړي چې هغوي محفوظو مقاماتو ته وليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG