لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان مشران په تاؤژنو اړيکو غږيدلي


 دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ديو راپور ترمخه پاکستاني چارواکو دنورو تفصيلاتو ورکولو پرته ويلي دي وزيراعظم نوازشريف او افغان ولسمشراشرف غني په دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزو معاملو خبرې کړيدي.
دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ديو راپور ترمخه پاکستاني چارواکو دنورو تفصيلاتو ورکولو پرته ويلي دي وزيراعظم نوازشريف او افغان ولسمشراشرف غني په دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزو معاملو خبرې کړيدي.

دپاکستان او افغانستان مشرانو ترکمانستان کې ديو نړيوال کانفرنس په مهال ليدنه کړې او ددواړو هيوادونو په تاوژنو اړيکو يې خبرې اترې کړي دي.

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ديو راپور ترمخه پاکستاني چارواکو دنورو تفصيلاتو ورکولو پرته ويلي دي وزيراعظم نوازشريف او افغان ولسمشراشرف غني په دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزو معاملو خبرې کړيدي.

اشرف غني او نوازشريف دترکمانستان په پلازمينه اشک اباد کې دملګرو ملتونو په تابيا دټرانسپورټ په اړه يوه غونډه کې ګډون کړى.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نوازشريف په ډاګه کړې چې پاکستان دپرامنه ګاونډ په تګلاره ژمن دى.

دهغه وينا وه، سوله او پرمختګ يو بل سره تړلي دي.

په عين حال کې افغان چارواکي وايي دپاکستان رخصتيدونکي پوځي سرلښکر،جنرال راحيل شريف دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره يوه دمخه ښې ټيليوني رابطه کې ددوه اړخيزه اړيکو په پياوړتيا ټينګار کړى.

دپاکستان او افغانستان دمشرانو ترمينځ دغه تماسونه په داسې کې مخې ته راغلي چې ددواړو هيوادونو دچارواکو لخوا په يو بل دترهه ګرۍ دملاتړ کولو دتورونو له امله داسلام اباد او کابل اړيکې اوسنو مياشتو کې تاؤژنې شوي دي.

اشرف غني تور لګوي دپاکستان خفيه ايجنسۍ په خفيه توګه افغانستان کې دطالبانو دياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته دپولې پورې غاړه دخپلې خاورې دکاورولو اجازه ورکوي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او په افغان چارواکو تور لګوي چې هغوي پخپله خاوره پاکستان ضد جنګيالو ته پناه ورکوي.

پاکستان په اوسنو مياشتو کې په ملينونو غيراندراجه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې ورسره اړيکې نورې هم تاوژنې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG