لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان دمرستو دکمي سره مخ،پاکستان څخه لرې والى


 ګارډين کې خپور شوي يو اوسني راپور کې دطالبانو ددور د يو مهم سفارتکار مولانا رحيم الله کاکازاده په اړه ويل شوي دي تيرکال دجګړې ميدان کې دزياتو پرمختګونو ترلاسه کولو باوجوطالبان دسرمايې ترلاسه کولو کې ستونزو سره مخ دي.
ګارډين کې خپور شوي يو اوسني راپور کې دطالبانو ددور د يو مهم سفارتکار مولانا رحيم الله کاکازاده په اړه ويل شوي دي تيرکال دجګړې ميدان کې دزياتو پرمختګونو ترلاسه کولو باوجوطالبان دسرمايې ترلاسه کولو کې ستونزو سره مخ دي.

افغان طالبان دنغدو پيسو دسخت کمي سره مخ دي ځکه مرسته کوونکو يې دهغوي څخه لاس اخستى، دګڼو طالب مشرانو وينا ده ددې وجه دا ده چې خلک ديو داسې تحريک دمالي مرستې کولو څخه ډډه کوي چې نخښه يې دغيرملکي ځواکونو پځايې ولسي وګړي جوړيږي.

ګارډين کې خپور شوي يو اوسني راپور کې دطالبانو ددور د يو مهم سفارتکار مولانا رحيم الله کاکازاده په اړه ويل شوي دي تيرکال دجګړې ميدان کې دزياتو پرمختګونو ترلاسه کولو باوجوطالبان دسرمايې ترلاسه کولو کې ستونزو سره مخ دي.

هغه ورځپاڼې ته مرکه کې ويلي دي اوس خلکو کې دهغوي جګړه شهرت دلاسه ورکوي ځکه دعامو خلکو دوژل کيدو له امله دهغوي شهرت ته زيان رسيږي، دهغه وينا وه نغدې مرستې کوونکي نه غواړي چې دهغوي پېسې دي دماشومانو په وژلو خرچ شي.

طالبانو ته داوږدې مودې راهسې افغانستان او دخليجي سيمو دکاروباري او مالداره خلکو په ګډونو سيمه کې دخپلو پلويانو څخه پېسې ترلاسه شويدي.

خو اوس هغوي دسرمايې دومره کمي سره مخ دي چې دهغوي دسختو ژوبل شوو جنګيالو دپاکستان په شخصي روغتونونو کې علاج هم نه کيږي، ځکه هغوي دخپلو بلونو ادا کولو جوګه نه دي.

کاکازاده ورځپاڼې ته ويلي دي ٢٠١٤م کې افغانستان څخه دزياتره غيرملکي پوځيانو دستنيدو اؤ دطالبانو دډلو ترمينځ دخونړو نښتو له امله دهغوي طاقت کې کمى راغلى.

که هر څو کاکازاده دطالبانو دپينځلس کاليزې جګړې برخه نه ده پاتې شوې خو دورځپاڼې وينا ده هغه فعاله طالب مشرانو ته نزدې دى.

دطالبانو يو لوړپوړي مشر ګارډين ته ويلي دي مرستو کې کمى تيرکال دجولايي مياشت کې ددې خبر مخې ته دراتللو څخه وروستو راغلى چې دطالبانو مشر ملا عمر دوه کاله دمخه مړ شوى ؤ.

دهغه څخه وروستو دطالبانو دمشري سمبالونکي ملا اختر منصور امريکايي ډرون بريد کې دوژل کيدو څخه وروستو دطالبانو تحريک لپاره مرستې راټولول نور هم ګران شول ځکه ملا منصور ګڼو کاروباري کسانو سره نيغ په نيغه اړيکې لرلې او هغوي به ورته مرستې ورکولې.

دطالبانو دامدنۍ يوه لويه ذريعه دهيواد جنوب کې دخپل کنټرول لاندې سيمو باندې ټيکس او په ځانګړې توګه دپوست او افيمو په امدنۍ ټيکس ؤ، خو دخپل مينځي اختلافونو له امله دغه امدنۍ ته هم زيان رسيدلى.

دخپل مينځي اختلافونو له امله چې هلمند کې دطالب مشر ملا منصور دکويټې شورا ته کومې کومې پېسې ليږل کيدې، دغه هغوي ملا هيبت الله اخندزاده ته دورکړې څه انکار کړى، دطالبانو دسرچينو وينا ده دهلمند دپوځي کونسل کمانډر ملا ابراهيم صدر اخندزاده ته ويلي هغه دې دپاکستان څخه هلمند ته ورشي.

داخندزاده په اړه ورځپاڼې ليکلي هغه وايي دلوړپوړو مشرانو ترمينځ دې لړ کې اتفاق موجود دى چې هغوي ته افغان حکومت سره مذاکرات کول پکار دي، خو دجګړې ميدان کې جنګيدونکي زياتره جنګيالي دې سره اتفاق نه کوي.

دطالبانو وينا ده دکندوز په څير برياليتوبونه دهغوي مرسته نه شي کولى، ځکه په دغه ښار ديوې اوونۍ قبضې لپاره هغوي تر يو کال پورې تياري کړې وه او دافغانستان ٣٤ ولايتونه دي نو په دې دقبضې کولو لپاره هغوي تر ٣٤ کلونو انتظار نه شي کولى، نو ځکه هغوي ته به هم دخبرو اترو لاره خپلول وي.

دطالبانو وينا ده هغوي دپاکستان داثر څخه بهر وتل غواړي، هغوي وايي ددرناوي ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې چې خلک دا تاثر وانخلي چې ګنې طالبان دنورو دګټو لاره مجبوراً مذاکراتو ته اماده شويدي.

دپاکستان او طالبانو ترمينځ دغصې څرګندونه تيره مياشت کې قطر کې دطالبانو ددفتر دمشر سيد محمد طيب آغا لخوا دملا اخندزاده په نوم دخط انکشاف څخه کيږي، خط کې هغه ته ويل شوي دي جګړو کې دې ښکاره کمى وکړي او دپاکستان خفيه ادارې سره دې خپلې رابطې ختمې کړي، خط کې دا هم ويل شوي دي چې هغوي ته پاکستان کې خپلې خوندي ځالې پريښودل پکار دي.

دريډيو فري يورپ ترمخه خط کې ويل شوي دي پاکستان کې داوسيدو په ترڅ کې هغوي څنګه دافغان ولس توقعات پوره کولى شي.

خو ملا اخندزاده دې سره اتفاق نه کوي، دهغه وينا ده که چرې پاکستان پريږدي نو يوه اوونۍ هم ژوندي نه شي پاتې کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG