لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په اړه داسيا دزړه کانفرنس هند کې پيل شوى


غونډه کې به افغانستان کې دسولې، مرستې او اقتصادي پرمختګ په معاملو خبرې اترې کولى شي.
غونډه کې به افغانستان کې دسولې، مرستې او اقتصادي پرمختګ په معاملو خبرې اترې کولى شي.

دافغانستان په اړهداسيا دزړهدوه ورځنى کانفرنسپه سختو امنيتي تدابيرو کې دهند په امرتسر سيمه کېپيل شويدى.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح سرتاج عزيز داسيا زړه کانفرنس ګډون لپاره دهند امرتسر ښار ته رسيدلى او دغلته ورته هند کې دپاکستان هايي کمشنر هرکلى ويلى دى.

دکانفرنس په مهال دپاکستان او هند دچارواکو ترمينځ دخبرو اترو په اړه بيلا بيلې اندازې څرګندولى شي خو هند پاکستان سره په دغه موقع دخبرو اترو امکان رد کړيدى.

دهند دخارجه چارو دوزارت وياندويکاس سواروپ يو بريفنګ کې ويلي دي دپرله پسې ترهه ګرۍ په ماحول کې خبرې اترې نه شي کيدى.

هند کې دپاکستان هايي کمشنر عبدالباسط يوه مرکه کې داسيا زړه کانفرنس په مهال هند سره دخبرو اترو په اړه ويلي دي پاکستان هند سره خبرو ته چمتو دى خو په دغه موقع ټوله توجو افغانستان ته پکار ده.

غونډه کې به افغانستان کې دسولې، مرستې او اقتصادي پرمختګ په معاملو خبرې اترې کولى شي.

دچين، روسيې، ايران،متحده عرب اماراتو، امريکا، کاناډا، فرانس او اروپايي اتحاديې په ګډون به دغه غونډه کې دڅلويښتو څخه دزياتو هيوادونو استازي ګډون کوي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني او دهند وزيراعظم نريندر مودي به داتوار په ورځ ددغه کانفرنس پرانسته کوي.

تيرکال داسيا دزړه کانفرنس ددسمبر مياشت کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شوى ؤ.

دپاکستان دخارجه دفتر دوياند ترمخه پاکستان به دافغانستان دسولې او ثبات په اړه دخپلو ژمنو په اساس داسيا دزړه کانفرنس کې ګډون کوي، غونډه کې دګډون کوونکې پاکستانۍ ډلې مشري به دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز کوي.

داسيا دزړه استنبول پروسه دترکي په استنبول کې دکال ٢٠١١م دنومبر مياشت کې پيل کړى شوى، چې پکې څوارلسو اسيايي هيوادونو ګډون کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG