لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د پينځه وسله والو د وژنې ادعا


بلوچستان صوبه کې په دې وروستیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پېښو کې سېوا والی مخې ته راغلی
بلوچستان صوبه کې په دې وروستیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پېښو کې سېوا والی مخې ته راغلی

د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان چارواکو ادعا کړې چې پشین ضلع کې د امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې پینځه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پشین ضلعې مرستیال کمشنر طارق الرحمان په وینا امنیتي ځواکونو د قلعې هرمزۍ په علاقه کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې د وسله والو په ضد هدفي عملیات کړي دي.

نوموړي ویلي په دغه مهال وسله والو سره نښته شوې او دوه امنیتي سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د ډزو له امله په خلکو کې ویره ترخه خوره شوې او راپورونه وايي د نښتې موقعې څوک نه دي پرېښودل شوي.

چارواکو ویلي د پېښې وروستو علاقې ته نور سرتيري لېږل شوي چې د سیمې امنیت قابو وساتي او د لټون عملیات هم پېل کړی شوي دي.

مرستیال کمشنر ویلي علاقه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې ده.

نښته کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده شوې خو د لیویز ځواک چارواکو ویلي د وژل شوؤ وسله والو تعلق د یوې لاقانونه ګرځول شوې مذهبي ډلې سره دی.

بلوچستان صوبه کې په دې وروستیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پېښو کې سېوا والی مخې ته راغلی او په دغه ډول پېښو کې چارواکي د وسله والو د وژنو ادعاوې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG