لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استنبول: چاؤدنو کې ۳۸ کسان وژل شوي


ترکي کې روان کال تراوسه پورې بمي چاؤدنو کې د ۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د دغو چاؤدنو زمه وارۍ داعش یا کُرد وسله والو په غاړه اخستي دي.
ترکي کې روان کال تراوسه پورې بمي چاؤدنو کې د ۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د دغو چاؤدنو زمه وارۍ داعش یا کُرد وسله والو په غاړه اخستي دي.

استنبول کې د خالي په ماښام د فټ یو مېدان سره نزدې دوه زورورې چاؤدنې شوې او د عینې شاهدینو په وینا داسې ښکاري چې ځانمرګي او موټري بمي برید کې پولیس په هدف وو.

د ترکي داخله وزیر سلیمان صولو ویلي چاؤدنو کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ژوبل شوي دي، هغه ویلي په وژل شوؤ کې ۳۰ پولیس اووه عام کسان او د یو کس پېژندګلو نه ده شوې.

داخله وزیر ویلي د ریموټ کنټرول د لارې بمي چاؤدنې شوې ده.

تراوسه پورې د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې ولې د ملک مرستیال وزیراعظم نعمان ویلي داسې ښکاري چې دا کار کُردستان ورکرز پارټۍ کړی وي. هغه ویلي د چاؤدنو په اړوند لس تنه نیول شوي دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان په یو بیان کې ویلي برید کې پولیس په نخښه شوي او هدف يې زیاتې وژنې کول وو.

صدارتي بیان کې چاؤدنو ته ترهګري ویل شوې او زیاته کړی شوې ده چې د دغو بریدونو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

استنبول کې د وی او ای خبریال ویلي د فټ بال لوبې ختمېدو وروستو پولیس باندې د برید په اړه ویل کيږي چې دا به کُرد وسله والو کړی وي.

ترکي کې لاقانونه ګرځول شوې ډله کُردستان ورکرز پارټي د لیسزو راهسې د ترکي حکومت نه د ملک په جنوب ختیځ کې د خپلواکۍ اخستو دپاره جنګيږي.

استنبول کې سږ کال د جون په میاشت کې اتاترک هوايي ډګر باندې د برید چې پکې ۴۰ تنه وژل شوي، د دغه برید ترڅنګ څو نورې چاؤدنې هم شوي دي.

ترکي کې روان کال تراوسه پورې بمي چاؤدنو کې د ۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او د دغو چاؤدنو زمه وارۍ داعش یا کُرد وسله والو په غاړه اخستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG