ملګرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازې مليحه لودهي ويلي دي افغانستان کې دمذاکراتو له لارې دسولې لاره هواريدى شي او دامنيت ټينګښت دجګړه ځپلي هيواد د ولس بنيادي حق دى.
امريکا غږ سره يوه مرکه کې هغې ويلي دي افغانستان کې په جګړه دبوختو ټولو ډلو ترمينځ خبرې اترې دغه هيواد کې دامنيت ټينګښت ته لاره هوارولى شي او زياته کړې يې ده چې دامنيت ټينګښت دافغان ولس بنيادي حق دى.
هغې وويل چې پاکستان دترهه ګرۍ دعواملو مخې ته دايښودو په ترڅ کې دترهه ګرۍ دله مينځه وړلو پخه اراده کړې ده.
دهغې وينا وه چې پاکستان جنوبي اسيا کې امن ته ليواله دى او خپل ګاونډي هيواد هند سره دلانجمنې سيمې کشمير په ګډون په ټولو ستونزو خبرې غواړي ترڅو ددواړو هيوادونو ترمينځ تاوتريخوالى راکم شي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا دعوه کړې چې پاکستان دترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي او افغان خاوره دترهه ګريزو هلو ځلو لپاره کارولى شي.
دپاکستان او افغانستان دلوړپوړو چارواکو لخوا په يو بل دترهه ګرۍ دملاتړ کولو دتورونو له امله داسلام اباد او کابل اړيکې اوسنو مياشتو کې تاؤژنې شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني تور لګوي دپاکستان خفيه ايجنسۍ په پټه افغانستان کې دطالبانو دياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته دپولې پورې غاړه دخپلې خاورې دکاورولو اجازه ورکوي.
تيره اوونۍ دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس زکريا هم تور لګولى و چې سږکال دجولايي دمياشتې څخه تراوسه افغانستان کې دحقاني نيټ ورک، تحريک طالبان افغانستان، تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار اته لوړپوړي کمانډران وژل شوي او دهغه په قول دې سره ددې خبرې پخلى کيږي چې افغان خاوره ددغو ترهه ګريزو ډلو لخوا دترهه ګريزو هلو ځلو لپاره کارولى شي.
پاکستان په اوسنو مياشتو کې په ملينونو غيراندراجه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې ورسره اړيکې نورې هم تاوژنې شوي.
داسيا زړه کانفرنس ته پخپله وينا کې اشرف غني دپاکستان په اړه ويلي وو پاکستان افغانستان ته دپينځوو سوو ملينو ډالرو دمرستې ورکولو اعلان کړى خو دهغه په قول غوره به دا وي چې پاکستان دغه پيسې دترهه ګرۍ په ضد وکاروي.
اشرف غني دطالبانو ديو مشر اوسني بيان په اشارې کولو سره ويلي وو که چرې هغوي ته په پاکستان کې پناه ترلاسه نه شي نو هغوي تر يوې مياشتې هم(ژوندي) پاتې نه شي.
اشرف غني دپاکستان دنوم اخستو پرته ويلي وو اوس هم سيمه کې يو شمير هيوادونه ترهه ګرو ډلو ته پناه ورکوي او ملاتړ يې کوي.
پاکستان دترهه ګرۍ دملاتړ تورونه ردوي او دريځ لري چې افغانستان کې دسولې دعمل ملاتړ کوي.
خو افغان چارواکي بيا پاکستان څخه غوښتنه کوي چې افغان امن عمل کې دکردار ادا کولو پځايې دې پخپله خاوره دپټو ترهه ګريزو ډلو په ضدګامونه واخلي.