لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قاهره کې په چرچ دبريدذمه واري داعش قبوله کړې


دنهې په ورځ ترهه ګريزې ډلې داعش پخپل ان لاين بيان کې ددغسې نورو بريدونو خبردارى ورکړى او ژمنه يې کړې چې مصر کې به دنورو مذهبونو سره دتعلق لرونکو کسانو په ضد بريدونه دوامداره ساتي.

تندروه ډلې داعش داتوار په ورځ قاهره کې په يو چرچ دترسره شوي هاغه بريد ذمه واري قبوله کړې چې پکې ٢٥ کسان وژل شوي وؤ.

دنهې په ورځ ترهه ګريزې ډلې داعش پخپل ان لاين بيان کې ددغسې نورو بريدونو خبردارى ورکړى او ژمنه يې کړې چې مصر کې به دنورو مذهبونو سره دتعلق لرونکو کسانو په ضد بريدونه دوامداره ساتي.

دټيلي ويژن فوټيج کې ښکاري چې يو شکمن تن دځان الوځولو څخه دمخه دچرچ ددروازو څخه تيريږي.

داعش ددغه تن پيژندګلو دابو عبدالله المصري په نوم کړې، کوم چې په ظاهره يو فرضي نوم ښکاري، دګل په ورځ دمصر صدر عبدالفتح السيسي دبريدکوونکي پيژندګلو د٢٢ کلن محمودشفيق محمد مصطفي په نوم سره کړې وه.

مصري چارواکو دددغه چاودنې په تړاو څلور مشکوک کسان نيولي او دنورو لټون کوي.

XS
SM
MD
LG