لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د ايټمي لوظنامې په اړوند دشپږو شتمنو قوتونو دغونډې غوښتنه کړې


خارجه وزیر محمدجواد ظریف د یورپي یونین د لارې د غونډې رابللو خواست کړی دی، ولې یورپي یونین د خالي په ورځ په دغه اړوند څه نه دي ویلي.
خارجه وزیر محمدجواد ظریف د یورپي یونین د لارې د غونډې رابللو خواست کړی دی، ولې یورپي یونین د خالي په ورځ په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

ایران د شپږو شتمنو قوتونو د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې چې د کال ۲۰۱۵م د لوظنامې په اړوند پکې بحث وشي او ایران ادعا کوي چې د امریکې لخوا د بندېزونو غځول د لوظنامې سرغړونه ده.

د ایران سرکاري خبري ادارې ویلي خارجه وزیر محمدجواد ظریف د یورپي یونین د لارې د غونډې رابللو خواست کړی دی، ولې یورپي یونین د خالي په ورځ په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

دغه خواست په داسې وخت کې شوی چې د زیارت په ورځ د سپينې ماڼۍ بیان مخې ته راغلی چې کانګرس په ایران د ځينو بندېزونو موده تر لسو کالونو نوره غځوي او دا به د صدر اوباما د لاسلیک نه پرته قانون جوړ شي.

په کال ۲۰۱۵م کې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د پينځه مستقل غړو او جرمني سره د ایران د ایټمي پروګرام په سر شوې لوظنامنه کې د بندېزونو لرې کولو ویل شوي وو.

اوباما د ایران ایټمي پروګرام سره اړونده بندېزونه د ۲۰۱۵م د لوظنامې په ترڅ کې لرې کړي ؤ ولې راتلونکي نوي صدر ته پکې دا اجازه پرېښودی شوې وه چې هغه مناسبه وغواړي بندېزونه کارولی شي.

تهران وايي د امریکا د بندېزونو غځول د ۲۰۱۵م کال د لوظنامې سرغړونه ده او روانه اوونۍ یې سائنسدانانو ته ویلي چې په ایټمي قوت چلېدونکې کشتۍ په جوړولو کار پېل کړي.

د امریکا د دواړو ګوندونو مخکښ قانون سازو د روانې میاشتې په سر کې په ایران د بندېزونو غځولو په ترڅ کې د ایران د خفګان پروا نه وه ساتلې او د ایراني صدر حسن روحاني د ځوابي کارروايۍ دړکه يې د پامه غورځولې وه.

حسن روحاني د روانې میاشتې په سر کې ویلي ؤ که چرته امریکا يې په ملک لګېدلي بندېزونه وغځول نو سخت غبرګون به يې مخې ته راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG