د چارواکو په وینا د یمن په ساحلي ښار عدن کې نن د اتوار په ورځ یو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۳۰ عسکر وژل شوي دي.
یوه اوونۍ وړاندې هم دغلته په نزدې په سیمه کې د داعش وسله والو ۵۰ عسکر وژلي وو.
یمني چارواکو ویلي یو ځانمرګي برید کونکي هغه پوځي عسکر په هدف کړي چې سرتيري یوې پوځي اډې سره نزدې د تنخوا اخستو دپاره په قطار کې ولاړ وو، د چارواکو په وینا پېښه کې ۴۰ نور سرتيري ژوبل شوي دي.
عدن په نړیوال کچ د یمن منل شوې موقتي پلازمینه ده، د یمن انتظاميه د دغه ښار په خپل لاس کې ساتلو هڅه کوي او وسله والو په دغه مهال په سرکاری ځواکونو څو ځله بریدونه هم کړي دي.
یمن کې د دوه کالو راهسې روانه جګړه کې د القاعده او داعش وسله والو د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې دولتي ځواکونه او تاسیسات هدف جوړ کړي دي.
سعودي عرب او د خليج هېوادونو اتحادي پوځ يې د کال ۲۰۱۵م د مارچ د میاشتې راهسې د یمن د حکومت مخالفه حوثي یاغیانو په ضد عملیات دوامداره ساتلي ولې د حوثیانو نه په صنعا بیرته اخستو کې لا نه دي بریالي شوي.