لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجګور کې د ساړې په عرب ښکاریانو برید شوی


د ساړې مرغۍ د يخنۍ په موسم کې په لويې شمير کې د پاکستان مخه کوي.
د ساړې مرغۍ د يخنۍ په موسم کې په لويې شمير کې د پاکستان مخه کوي.

د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې د متحده عرب اماراتو نه د ساړې مرغۍ ښکار له راغلو د شاهي کورنۍ په کاروان ډزې شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي دغه پېښه د ګل په ماښام د پنجګور په کُچک علاقه کې رامنځته شوې او د عرب ښکاریانو په دوه ګاډو ډزې شوي او لږ زیانمن شوي دي.

راپورونه وايي په پينځه ؤ موټر سائیکلو وسله وال راغلي او کاروان باندې یې برید کړی ولې د ملېشې ځواک وسله وال په شا تمبولي دي.

د پنجګور مرستیال کمشنر عبدالله کهوسه د پېښې پخلی کړی دی.

ډپټي کمشنر پنجګور حبیب الرحمان ویلي( د شهزاده شېخ سېف بن زېدالنهیان کاروان کچک علاقې ته ښکار له روان ؤ او په دغه مهال پرې برید شوی دی).

د ساړې مرغۍ د يخنۍ په موسم کې په لويې شمير کې د پاکستان مخه کوي د عرب شاهي کورنو او شېخانو ته د پاکستان حکومت د ساړې د مرغۍ د ښکار اجازه ورکوي او دوي د پاکستان د پنجاب، بلوچستان او خېبرپښتونخوا بېلابیلو سیمو د ساړې په ښکار پسې هم دلته راځي.

د ګل په ورځ بلوچستان کې د ساړې د مرغۍ د ښکار دپاره عرب شهزادګانو ته د اجازت ورکولو په ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي.

له دې وړاندې د پنجاب صوبې په بهکر علاقه د شاهي کورنۍ لخوا د ساړې د مرغو د ښکار په وخت ځايي زمیدارو احتجاج کړی ؤ.

نزدې اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا حکومت دقطر شهزادګانو ته د ساړې مرغۍ په صوبه کې دښکار د اجازې ورکولو څخه انکار کړى دى.

دصوبايي چارواکو وينا ده چې د اتلسم بدلون څخه وروستو دځنګلي حيات محکمه هم صوبو ته منتقل شوې ده او د خېبرپښتونخوا حکومت به د دغه مرغۍ په ګډون دختميدو د خطرې سره دمخ مرغو او ځناورو دښکار اجازه نه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG