لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سفیر د وژونکی تړاؤ لا نه دی مالوم شوی، روس


ترکي ګڼي چې برید کوونکی د مسلمان عالم فتح الله ګولن سره اړوند دی،
ترکي ګڼي چې برید کوونکی د مسلمان عالم فتح الله ګولن سره اړوند دی،

روس نن د شورو په ورځ ویلي په ترکي کې يې د روس د سفیر په وژنه کې څوک زمه وار ګرځول به د وخت نه وړاندې ویل وي.

د ګل په ورځ یو پولیس افسر په انقره کې د روس سفیر اندری کارلوف په ډزو وژلی ؤ.

د پېښې عېني شاهدینو وي او ای ته ویلي ډزې کونکي نعرې وهلې، (حلب مه هېروئ شام مه هېروئ، څو پورې چې زمونږ خاوره نه وي محفوظ، تاسو نه شئ محفوظ کېدی).

بل لور ته د ترکي خارجه وزیر میولت شیوسوغلو د امریکې خپل سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، ترکي ګڼي چې برید کوونکی د مسلمان عالم فتح الله ګولن سره اړوند دی.

ګولن په امریکا کې مېشت دی او په هغه باندې د جولائۍ په میاشت کې د ترکي د ناکامه کودتا تور هم دی.

د روس صدارتي ویاند دیمتري پیسکو د شورو په ورځ ویلي د سفیر د وژنې په اړه د پوره پلټنو پورې کومې نتیجې ته رسېدل به بیړه کول وي.

امریکا دغه خبره رد کړې ده چې دا پېښه سخت دریزي ده یا په امریکا کې مېشت د ګولن پلويانو کړې ده.

د امریکا د محکمه خارجه ویاند جان کربي د نهې په ورځ ویلي (مونږ غواړو چې تفتیش کار دې خپل کار ته پرېښودی شي له دې وړاندې چې د حقیقت او ثبوتونو وړاندې کومه نتیجه واخستی شي).

راپورونه وايي جان کېري هم د ترکي سره د دغه پېښې د پلټنو په لړ کې د مرستې کولو وړاندیز کړی دی.

ولې ترکي ویلي د روسي چارواکو سره په ګډه به د پېښې پلټننې کوي او روس د دغه کار دپاره د ۲۰ کسانو یوه پلټونکې ډله هم ترکي ته لېږلې ده.

د ګل په ورځ انقره کې یوه انځوریزه ننداره کې د روس سفیر د ترکي یو پولیس چارواکي په ډزو وژلی ؤ.

د روس د وژل شوي سفیر لاش په پوره سرکاري اعزاز کې د نهې په ورځ روس ته وړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG