لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په اړه به دروس،چين او پاکستان غونډه په ٢٧ دسمبر کيږي


 دپاکستان دخارجه دفتر دوياند نفيس زکريا ترمخه دروس په مشرۍ ترسره کيدونکې دغه غونډه کې ګډون لپاره دتلونکي پاکستاني ډلې مشري به خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر دوياند نفيس زکريا ترمخه دروس په مشرۍ ترسره کيدونکې دغه غونډه کې ګډون لپاره دتلونکي پاکستاني ډلې مشري به خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري کوي.

په سيمه ييزو چارو دافغانستان په وضعيت به خبرو اترو لپاره دپاکستان، روس او چين درې فريقي غونډه په ٢٧ دسمبر روس کې ترسره کيږي.

دپاکستان دخارجه دفتر دوياند نفيس زکريا ترمخه دروس په مشرۍ ترسره کيدونکې دغه غونډه کې ګډون لپاره دتلونکي پاکستاني ډلې مشري به خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري کوي.

تيره ورځ ميډيا ته دحال احوال تيروالو په مهال نفيس زکريا ويلي وو افغانستان کې امن دټولې سيمې په ګټه دى.

هغه دا هم ويلي وو چې پاکستان افغانستان کې دامن هڅو کې دمرستې په ژمنه قايم دى او دهغه په قول جګړه ځپلي هيواد کې په جګړه دبوختو ډلو دمذاکراتو ميز ته راوستو کې پاکستان په تير وخت کې هم مثبت کردار ادا کړى او راتلونکي کې که هم ددغسې ډلو دخبرو اترو ميز ته راوستو لپاره هغوي سره تماس ونيول شي نو پاکستان به دې لړ کې مرسته کوي.

پاکستان افغان امن عمل کې دمرستې ورکولو دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې تيره ورځ کانګريس ته دافغانستان په اړه دشپږو مياشتو پخپل راپور کې پينټاګان ويلي وو دحقاني نيټ ورک په څير دافغان طالبانو ډلې دپاکستان دخاورې څخه ازادانه فعاليت کوي.

راپور کې ويل شوي وودطالبانو دحقاني نيټ ورک دلوړپوړي مشرتابه په ګډون دافغان طالبانو ډلې دپاکستان په خاوره دجوړو خپلو خوندي ځالو څخه دتګ راتګ ازادي لري.

دپاکستان خارجه دفتر دغه راپور رد کړى و.

افغان او امريکايي چارواکي په دې اړه پريشانه دي چې دروسيې او دکابل دحکومت دراغورځولو لپاره دجنګيدو افغان طالبانو ترمينځ مخ په زياتيدونکي تماسونو سره به افغانستان کې امنيتي وضعه نوره هم پيچلې شي.

درويټرز ديو راپور ترمخه روسي چارواکو ترديد کړى چې ګنې هغوي طالبانو ته څه رقم مرسته ورکوي او وايي دهغوي دمحدودو رابطو مقصد دمذاکراتو ميز ته دطالبانو راوستل دي.

کابل کې دچارواکو وينا ده چې افغان طالبانو لپاره دروسيې دمرستې ظاهري مقصد سياسي دى.

خو ماسکو او تاجکستان کې دهغوي ترمينځ داوسنو ليدنو لړۍ افغان استخبارات او دفاعي چارواکي دوسلو او پيسو په ګډون نورې نيغ په نيغه(ممکنه) مرستې پريشانه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG