لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برلين د برید کوونکي خوریی او دوه نور کسان نیول شوي


د امري په اړه خیال کيږي چې یو ټرک يې تښتولی او برلين کې يې د کرسمس دپاره په یو مارکیټ کې په خلکو ورخېژولی ؤ.
د امري په اړه خیال کيږي چې یو ټرک يې تښتولی او برلين کې يې د کرسمس دپاره په یو مارکیټ کې په خلکو ورخېژولی ؤ.

د خالي په ورځ د تیونس د کورنو چارو وزارت ویلي د تیونس چارواکو برلین کې د کرسمس په مارکيټ د مشکوک برید کوونکي انیس امري خوريی او دوه نور کسان د اسلامي تُندلاریتوب په تړاؤ نیولي او ویل شوي چې د دوي د انيس امري سره اړیکې وې. بل لورته په یورپ کې د کرسمس په موقع کلک امنیتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

د تیونس د کورنو چارو وزارت د دغو درې واړو کسانو په اړه ویلي چې هغوي د هغې ترهګرې ډلې غړي دي د چا تعلق چې په برلين کې د ټرک د لارې د بریدکوونکي انیس امري سره دی. دا کسان د جمعې په ورځ نیول شوي دي.

دا کسان په داسې مهال نیول شوي چې د انيس امري د ملګرو دپاره لټون روان دی، څوک چې د جمعې په ورځ مېلان کې اطالوي پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی ؤ.

د خالي په ورځ په سلګونو خلک د تیونس په پلازمینه کې په سړکونو راوتي او د انتهاپسندۍ په ضد يې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

بل لور ته د جرمني لخوا دپېښې پلټنې روانې دي او د جرمني چانسلرې انګیلامرخېل ویلي پلټنو کې به سازش جوړونکي په پام کې ساتلی شي.

د امري په اړه خیال کيږي چې یو ټرک يې تښتولی او برلين کې يې د کرسمس دپاره په یو مارکیټ کې په خلکو ورخېژولی ؤ.

داعش ډلې د دې برید زمه واري قبوله کړې وه او د جمعې په ورځ د داعش سره اړونده یوه ویډیو کې ښکاره کړی شوي چې امري په یورپ کې د نورو بریدونو اپیل کولو.

د داعش سره تړاؤ لرونکې خبري ادارې اعماق لخوا د خپرې شوې ویډیو د ازادو سرچینو نه پخلی نه دی شوی، ولې له دې وړاندې چې اعماق کوم مواد خپاره کړي کره وو.

د جمعې په سحر هم د جرمني پولیسو دوه وروڼه نیولي ولې دا نه ده مالومه شوې چې تعلق يې هم د برلين د پېښې سره ؤ که نه ؤ.

بل لور ته یورپي امنیتي چارواکو برلين کې د تازه ترهګر برید وروستو د کرسمس نمانځلو په موقع چرچونو او ګرجو د ساتنو دپاره کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

فرانس کې ۹۱زره پولیس او ساتونکي د چرچونو او مارکیټونود ساتنې دپاره ځای په ځای کړی شوي دي، دغه ډول ګامونه په اټلي کې پورته کړی شوي چرته چې د جمعې په ورځ د برلین برید کوونکی انیس امري په ډزو وژل شوی ؤ.

د کرسمس په ورځ د عیسایانو غټه چهټي وي دوي په عامو ځایونو کې راټوليږي کوم ځایونه چې ترهګر په اسانه هدف جوړولی شي.

یورپ کې په تېرو ۱۳ میاشتو کې ترهګر بریدونه سېوا شوي او پېل يې د کال ۲۰۱۵م د نومبر په میاشت کې د پېرس د بریدونو شوی ؤ چې پکې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

یورپ کې غټ بریدونه په فرانس، جرمني او اټلي کې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG