پاکستان، چين او روس خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د امنیت وضعه خرابه ده او هم له دې سببه په دغه هېواد کې تُندروه ډله داعش پراخیږي.
درې واړو هېوادونو د افغانستان په اړوند راتلونکو خبرو کې افغان حکومت ته د بلنې ورکولو په خبره هم موافقه کړې ده.
د نهې په ورځ ماسکو کې د درې واړو هېوادونو د استازو د افغانستان په اړوند د خبرو وروستو د روس د خارجه وزارت ویاند ماریه زخارووا مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي په غونډه کې ګډون کوونکو درې واړو هېوادونو په افغانستان کې د داعش په ګډون د تُندلارو ډلو مخ په زیاتېدونکو هلو ځلو باندې د ژورو اندېښنو څرګندونه کړې ده.
ویاندې ویلي روس، چين او پاکستان ګڼي چې افغانستان کې د امنیت وضع لا نوره خرابه شوې ده.
هغې ویلي درې واړه ملکونه په دې موافقه شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو جوړولو دپاره د ځيني شخصیتونو نومونه د نړیوالو بندېزونو د نوملړ نه ویستو دپاره په ګډه کار وکړي.
تېره میاشت افغان صدر اشرف غني ملګرو ملتونو ته ویلي چې د افغان طالبانو د نوي مشر نوم په هغه فهرست کې شامل کړي په چا باندې چې نړیوالې ادارې د سفر سره نور بندېزونه لګولي دي.
د افغان صدر په دغه خواست ځينې خلکو اندېښنې څرګند کړې او ویلي يې ؤ دا ګام به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو دپاره کېدونکو هڅو باندې بدې اغېزې وکړي.
د نهې په ورځ د غونډې وروستو د روس د خارجه وزارت ویاندې وویل په غونډه کې د درېو واړو ملکونو استازي په دې خبره هم موافق شوي چې راتلونکو خبرو کې به د افغانستان حکومت ته بلنه ورکولی شي.
د افغانستان ګاونډي هېوادونو روس، چين او پاکستان ترمنځ د نړیوال کچ دا درېمه لیدنه وه چې پکې درېو واړو د سيمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په اړه خبرې اترې کړي دي.
په دغه لیدنه کې د پاکستان استازیتوب خارجه سېکتر اعزازاحمدچوهدري کړی او د چين او روس لوړ پوړي چارواکو پکې ګډون درلود.
له دې وړاندې په تېرو دوه لیدنو کې هم افغانستان ته د ګډون بلنه نه وه ورکړی شوې او افغانستان په دغسې کېدو ناخوښي څرګند کړې وه.
د نهې په ورځ د غونډې نه وړاندې د افغانستان د خارجه چارو د وزارت ویاند احمدشکېب مستغني ویلي ؤ نه خو افغان حکومت ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړی شوې او نه ورته د لیدنې د ایجنډې په اړه څه ویل شوي دي.
احمدشکېب ویلي ((د افغانستان په اړوند داسې غونډې کول چې افغان حکومت پکې ګډون نه کوي په داسې هلو ځلو د افغانستان د خلکو لخوا پوښتنې راولاړيږي، دوي اندېښنه لري چې د دغه ډول غونډو په شا کوم مقاصد وي او غوښتنه يې کړې باید ګډون وال یې وضاحت وکړی)).
د ماسکو په لیدنه کې افغان استازو ته د ګډون د بلنې نه ورکولو په خبره د افغانستان د پارلیمان غړو او رسنیو هم سختې نیوکې کړي دي.
امریکا کې چې دا وخت يې په افغانستان کې نزدې لس زره عسکر شتون لري او د طالبانو په ضد د افغان ځواکونو مرسته کوي د ماسکو په خبرو کې ورته د ګډون بلنه نه وه ورکړی شوې.
د کابل او واشنګټن چارواکي وايي روس د افغان حکومت سره په جنګ بوخت طالبانو سره خپلې اړیکې ژوروي، ولې ماسکو دغه تور ردوي.