لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما انتظاميه دروس په ضد دنوو بنديزونو لګولو تياري کوي،راپور

دامريکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې دشورو په ورځ دخپور شوي يو راپور ترمخه سپينه ماڼۍ په دې اړه غور کوي چې دهاغه حکمنامې کارولو سره څومره زر روس ته سزا ورکړى کيدى شي په کوم چې ولسمشر براک اوباما تيرکال لاسليک کړى و.

اوباما انتظاميه نومبر کې ترسره شوو امريکايي ټولټاکنو کې دروس لخوا دشوي مشکوک مداخلت او هيکنګ غبرګون کې دروس په ضد دنوو بنديزونو لګولو تياري کوي.

دامريکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې دشورو په ورځ دخپور شوي يو راپور ترمخه سپينه ماڼۍ په دې اړه غور کوي چې دهاغه حکمنامې کارولو سره څومره زر روس ته سزا ورکړى کيدى شي په کوم چې ولسمشر براک اوباما تيرکال لاسليک کړى و.

ددغه انتظامي حکمنامې لاندې ولسمشر ته اختيار ترلاسه دى چې هغه دهيواد څخه بهر دکارکوونکو هاغو هيکرانو په ضد اقتصادي بنديزونه لګولى شي کوم چې دامريکا دقانون پځايې کوونکو ادارو درسد څخه بهر دي.

ددغه انتظامي حکم لاندې دهاغو کسانو په ضد بنديزونه لګيدى شي څوک چې په ځانګړې توګه دملي امنيت او بنيادي ځاندرې يا امريکايي معيشت لپاره خطره وي.

ددې لاندې حکومت ته ددې خبرې واک دى چې دهاغو کسانو امريکايي بانکونو يا نورو مالياتي ادارو کې ايښودل شوې اثاثې کنګل کولى شي، ددې ترڅنګ په امريکايي وګړو دغو خلکو سره په لين دين بنديز لګولى شي او حکومت په دغو کسانو دويزې بندېز هم لګولى شي.

خو واشنګټن پوسټ پخپل راپور کې ويلي دي څنګه دغه حکم قلمبند کړى شوى، حکومت يې دغه رقم نه شي کارولى ځکه چې دې کې په انتخابي عمل داثرانداز کيدو لپاره دسايبربريدونو يادونه نشته.

راپور کې ويل شوي دي اوباما انتظاميه دولسمشر اوباما دچوکۍ پريښودو څخه دمخه دغه بنديزنه لګول غواړي.

بل لوري ته دروس خارجه وزير دهيواد په ضد دنوو بنديزونو لګولو دامکان غندنه کړې ده.

دروس دخارجه وزارت وياند ماريه زخاروف دشورو په ورځ يو بيان کې ويلي دي اوباما انتظاميې دغلطو اطلاعاتو خورولو مهم شپږ مياشتې دمخه پيل کړى و ترڅو نومبر کې کيدونکو صدارتي ټاکنو کې دهغوي صدارتي کانديد ته ګټه وي او کله چې دغه مقصد ترلاسه نه شو نو اوس هغوي دخپلې ناکامۍ لپاره جواز لټوي او له امله يې روس امريکا اړيکو ته لويه ضربه رسيدلې.

که چرې دا بنديزونه په کاميابۍ سره لګي هم نو واضحه نه ده چې دډونلډ ټرمپ لخوا په شلمه جنورۍ دصدارتي چوکۍ دلوړې کولو څخه وروستو دهغه انتظاميه دغه بنديزونه پځايې ساتي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG