لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : بمي چاودنه کې دوه عسکر ژوبل


 دميډيا راپورونو کې دډپټي سپرنټډنټ پوليس چوهدري اشرف له خُلې دعوه شوې چې دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد و چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.
دميډيا راپورونو کې دډپټي سپرنټډنټ پوليس چوهدري اشرف له خُلې دعوه شوې چې دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد و چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپنجاب ايالت رحيم يار خان سيمه کې ديو جومات څخه بهر شوې بمي چاودنه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې دوه چارواکي ژوبل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دډپټي سپرنټډنټ پوليس چوهدري اشرف له خُلې دعوه شوې چې دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد و چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.

سپرنټډنټ پوليس چوهدري اشرف ميډيا سره خبرو کې ويلي دي ځانمرګي بريدکوونکي جومات ته دداخليدو هڅه کړې او په اودرول کيدو برقعه اغوستي بريدکونکي ډزې کړي او بيا يې ځان الوځولى دى.

دسيمه ييزو پوليسو وينا ده دغه بريد کې ددترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې دوه چارواکي هاغه وخت په نخښه کړى شول کله چې هغوي دجمعې دنمونځ ادا کولو څخه وروستو دجومات څخه بهر راووتل، جومات هم دسي ډي ډي ددفتر سره نزدې موقعيت لري.

ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شوي او دهغوي حالت دخطرې څخه بهر ښودل کيږي.

دميډيا راپورونو کې ويل شوي دي دبريدکوونکو شمير دوه و چې پکې يو برقعه اغوستې وه اؤ برقعه اغوستي تن په ځان پسي تړلي چاوديدونکي مواد چولي دي خو دهغه دوهم ملګرى تيښته کښې بريالى شوى دى.

دبريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې.

له دې وړاندې په ٢٧م مارچ هم دپنجاب دسرښار لاهور اقبال بارک کې يو ځانمرګي بريد کې ٧٢ کسان وژل شوي او ٢٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG