لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين تورنوملړ کې دمسعوداظهر دنوم شاملولو مخه نيولې


دخبري ادارې رويټرز ترمخه هند په جيش محمد او ددغه ډلې په لوړپوړي مشر، مولانا مسعود اظهر دګڼو بريدونو دمنصوبه بندۍ ن کولو تور لګولى چې پکې دجنورۍ مياشت کې په يو هندي هوايي اډه شوى بريد هم شامل دى.
دخبري ادارې رويټرز ترمخه هند په جيش محمد او ددغه ډلې په لوړپوړي مشر، مولانا مسعود اظهر دګڼو بريدونو دمنصوبه بندۍ ن کولو تور لګولى چې پکې دجنورۍ مياشت کې په يو هندي هوايي اډه شوى بريد هم شامل دى.

چين دهند لخوا دتندروه ډلې جيش محمد دمشر مولانا مسعود اظهر نوم دملګرو ملتونو دامنيتي شورا تور نوملړ کې دشاملولو هندي خواست ويټو کړى دى.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه هند په جيش محمد او ددغه ډلې په لوړپوړي مشر، مولانا مسعود اظهر دګڼو بريدونو دمنصوبه بندۍ ن کولو تور لګولى چې پکې دجنورۍ مياشت کې په يو هندي هوايي اډه شوى بريد هم شامل دى.

ددغه بريد څخه وروستو پاکستاني چارواکو مسعود اظهر او دهغه ملګرو څخه تپوس پوښتنې کړې وې او هغوي ويلي وو چې دغه بريد پسې دتړلو لپاره ورته دمسعود اظهر په ضد کوم ثبوت نه دى ترلاسه شوى.

جيش محمد دملګرو ملتونو دپينځلسو هيوادونو دامنيتي شورا لخوا تورنوملړ کې شامل کړى شوى خو دمسعود اظهر نوم دغه نوملړ کې نه دى شامل.

دهند دخارجه وزارت وياند وکاس سوارپ ويلي دي دهند لخوا دمسعود اظهر دنوم دغه نوملړ کې دشاملولو خواست نهه مياشتې دمخه شوى و په کوم چې ورته دامنيتي شورا دنورو ټولو غړو کوټلى ملاتړ ترلاسه و.

هغه ويلي دچين څخه هغوي توقعو کوله چې ټولو هيوادونو ته دترهه ګرۍ څخه په پېښو خطرو به په غوره طريقې سره پوهه شي.

دهغه وينا وه دخواست منظورۍ لپاره دنړيوالې ورورولۍ لخوا دقدم اخستو په اړه نااهلي په ډاګه کوي چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې غبرګ معيار دى، دچين خارجه وزارت دجمعې په ماښام په دغه معامله تبصرې لپاره خپل سمدستي ځواب نه دى ورکړى.

هند پخپل ګاونډي او رقيب هيواد پاکستان تور لګوي چې جيش محمد دهند په خاوره دبريدونو لپاره دپردې تر شا کاروي، چې پکې دکشمير لانجمنه سيمه هم شامل ده او ددغه ډلې په اړه يې دهند په قول دکارروايۍ جوګه استخباراتي معلومات پاکستان ته ورکړي چې پکې تيليفوني ريکارډ کړى شوې خبرې هم شامل دي.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې کشمير کې موجودو تندلارو ته څه رقم مرسته ورکوي.

که چرې دملګرو ملتونو امنيتي شورا اظهر په تور نوملړ کې شامل کړى وى نودهغه په سفر به نړيوال بنديز لګيدلى وى او اثاثې به يې کنګل کړى شوى وى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG