لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي سناتوران وايي په روس به نور سخت بنديزونه لګولى شي


دريډيو فري يورپ / ريډيو لبرټي يوکريني څانګې سره ددوه نورو امريکايي سناتورانو ترڅنګ کيف کې دځانګړو خبرو په مهال وويل پوتن سره دغه رقم کوم ممکنه تړون به ”زمونږ دنن ازادۍ او جمهوريتونو کې مداخلت او دې ته زيان رسوي “
دريډيو فري يورپ / ريډيو لبرټي يوکريني څانګې سره ددوه نورو امريکايي سناتورانو ترڅنګ کيف کې دځانګړو خبرو په مهال وويل پوتن سره دغه رقم کوم ممکنه تړون به ”زمونږ دنن ازادۍ او جمهوريتونو کې مداخلت او دې ته زيان رسوي “

دامريکا سناتور جان مکين دنوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا روس سره داړيکو ښه کولو لپاره دبنديزونو دختمولو داندازو په تناظر کې ويلي دي دهغوي هيواد به پوتن سره دغه رقم کومه سودابازي نه کوي.

دريډيو فري يورپ / ريډيو لبرټي يوکريني څانګې سره ددوه نورو امريکايي سناتورانو ترڅنګ کيف کې دځانګړو خبرو په مهال وويل پوتن سره دغه رقم کوم ممکنه تړون به زمونږ دنن ازادۍ او جمهوريتونو کې مداخلت او دې ته زيان رسوي

مکين سره موجود سناتور لنډسي ګراهم وويل کانګريس به ٢٠١٧م کې دروس په ضد دنورو بنديزونو لګولو هڅه کوي چې هدف به يې ددغه هيواد دانرژۍ او بينکارۍ څانګې، پوتن او دهغه نزدې ملګري وي.

مونږ به دوه کارونه کوو،مونږ به دسختو بنديزونو ترڅنګ په پوتن فشار راوړو او مونږ به دلته ديوکرين په ګډون دخپلو ملګرو لپاره زيات مددګار يو

مرکه کې مکين، ګراهم او دډيموکريټ سناتور ايمى کلوبچز وويل يوکرين ته دړنګونکو دفاعي وسلو دورکړې کانګريس سخت ملاتړ کوي ترڅو کيف ته دروسي پلوه بيلتون خوښو سره جنګيدو کې مرسته وشي.

امريکايي قانون سازانو دمنسک تړونونو ته په درناوي نه لرلو هم په ماسکو نيوکه وکړه.

ګراهم وويل تاسو څنګه دازادانه او شفاف انتخاب يا اقتدار دشراکت خبره کولى شئ ، هرکله چې ختيز يوکرين سره اووه سوه روسي ټانکونه پځايې کړى شوي وي

هغه څخه چې وپوښتل شول چې ايا ټرمپ به کرايميا دروس برخه تسليموي، نو ګراهم وويل کانګريس به ددغه رقم ګام مخه نيسي.

سناتور مکين هم تيره مياشت امريکايي ټولټاکنو څخه دمخه دډيموکريټک ګوند دايل ميلونو دهيک کولو تور لګولى او ويلي يې وو چې په ماسکو به سخت بنديزونه لګولى شي.

په ډاګه دې وي چې دامريکا ولسمشر براک اوباما دزيارت په ورځ دروسي چارواکو او استخباراتي شبکو په ضد دنوو بنديزونو لګولو ترڅنګ دپينځوو ديرشو روسي سفارتکارانو دملک بدرکولو اعلان هم کړى و، دوه روسي ودانۍ تړل شويدي.

دولسمشر براک اوباما دانتظاميې وينا ده دنومبر مياشت کې امريکا کې دصدارتي ټولټاکنو په مهال دروس لخوا دمشکوک مداخلت په مهال دامريکا سياسي ويب پاڼې او اي ميل اکاونټونه هيک کړى شوي وؤ.

دولسمشر براک اوباما لخوا دزيارت په ورځ دروس په ضد په داسې حال کې بنديزونه لګول شوي چې وفاقي پلټنيزې ادارې ايف بي ايي او دهوم لينډ سيکورټي لخوا دجاري شوو ديارلسو پاڼو راپور کې دروس استخباراتي شبکې د٢٠١٦م صدارتي ټولټاکنو کې شوي هيکنګ کې ککړې ګرځول شويدي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG