د امریکې خارجه محکمې پخلی کړی چې صدر باراک اوباما کومو ۳۵ روسي سفارتکارو ته د ملک پرېښودو امر کړی ؤ هغه د امریکا نه تلي دي.
صدر اوباما دغو سفارتکارو ته په دې خبره د ملک پرېښودو ویلي ؤ چې دوي په اصل کې جاسوسان وو.
او د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د روس لخوا د سیاسي ویب پاڼو هېک کولو په تور د روس په جاسوسه ادارو باندې نوي بندېزونه لګول شوي وو.
صدر اوباما په مېري لېنډ او نیویارک کې د دوه روسي ودانو بندولو امرهم کړی ؤ.
خارجه محکمې د اتوار په ورځ ویلي ۳۵ روسي سفارت کار سره د کورنو د امریکا نه تلي دي.
بل لور ته د روس صدر ولاديمیرپوټن ویلي ماسکو به دامریکا سفارتکار د ملک نه ونه باسي.
د کريملن نه د جمعې په ورځ جاري کړي بیان کې صدر پوټن ویلي (مونږ به امریکايي سفارتکارو ته ستونزې جوړې نه کړو او نه به څوک د ملک نه بهر کړو).
له دې وړاندې د روس سرکاري خبري ادارې د روس د خارجه وزیر سرګۍ لاروف له قوله ویلي ؤ چې د ماسکو په ضد د نوؤ بندېزونو په غبرګون کې د ۳۵ امریکايي سفارتکارو د امریکا نه د ویستلو تجویز وړاندې کړی شوی دی.
د صدر اوباما انتظاميه وايي چې په صدارتي ټاکنو کې د روس لخوا د لاس وهنې په وخت د امریکا سیاسي ویب پاڼه او د ایمېلونو اکاؤنټونه هېک کړی شوي وو.