لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد : دداعش ځانمرګي بريد کې ٣٦ کسان وژل شوي،٦٠ ژوبل


  ځانمرګي بريدکوونکي دشيعه اکثريتي سيمې صدر سټي ډسټرکټ کې جوړې دميوې او سبزۍ بازار کې  دغه بريد ترسره کړى، وژل شوو کې زياتره هاغه خواري کښ شامل دي چې  دروزګار لپاره په انتظار کې ناست وؤ.
  ځانمرګي بريدکوونکي دشيعه اکثريتي سيمې صدر سټي ډسټرکټ کې جوړې دميوې او سبزۍ بازار کې  دغه بريد ترسره کړى، وژل شوو کې زياتره هاغه خواري کښ شامل دي چې  دروزګار لپاره په انتظار کې ناست وؤ.

د امنيتي او روغتيايي چارواکو وينا ده دعراق دپلازمينې بغداد په يو مصروف بازار کې ترسره شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٣٦ کسان وژل شوي او ٦٠ نو ژوبل شوي دي.

ځانمرګي بريدکوونکي دشيعه اکثريتي سيمې صدر سټي ډسټرکټ کې جوړې دميوې او سبزۍ بازار کې دغه بريد ترسره کړى، وژل شوو کې زياتره هاغه خواري کښ شامل دي چې دروزګار لپاره په انتظار کې ناست وؤ.

دغه بريد هاغه مهال وشو کله چې فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند عراقي انتظاميې او دفرانس پوځيانو سره ليدنې لپاره عراق کې و.

عراقي وزيراعظم حيدرالعبادي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي ځانمرګي ځان دخواري کښو په ديهاړۍ دبوتللو بهانه کړې وه او کله چې خواري کښ راټول شول نو هغه خپل ګاډى وچولو.

تندروه ډلې داعش يو بيان کې ددغه بريد مسؤليت منلى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG