ملګرو ملتونو د ګل په ورځ ویلي چې تېر کال (۲۰۱۶م) کې په عراق کې د ترهګرۍ اوتشدد د پېښو له امله ۶۸۷۸ عام ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۳۸۸ ژوبل شوي دي.
ولې د وژنو دغه شمېره به له دې هم سېوا وي ځکه چې د عراق په لویدیځه صوبه انبار کې د مئي، جولایي، اګست او دسمبر په میاشتو کې د عامو خلکو د وژنو او ژوبلېدو شمار په دې کې نه دی شامل کړی شوی.
د عراق دپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یونامي) ویلي (دغه شمېره باید لږترلږه وګڼل شي).
ملګرو ملتونو ویلي د تېرو میاشتو په پرتله د دسمبر په میاشت کې د عامو خلکو د وژنو شمېره کمه شوې ده، باجود د دې چې د میاشتې په وروستیو کې په عامو خلکو باندې د ترهګرو بریدونه سېوا شوي دي.
د عراق دپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکترځانګړي استازي جان کوبس ویلي (په دې کې هیڅ شک نشته چې داعش د عراق په موصل ښار کې د خپلې ماتې خوړو نه د مخ اړولو هڅه کړې خو د بده مرغه عامو بې ګناه خلکو د دې قیمت ورکړی دی).
د یونامې ترمخه په کال ۲۰۱۵م کې په عراق کې ۷۵۱۲ عام خلک وژل شوي وو.