لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يواځې دافغانانو په مشرۍ دسولې پروسه افغانستان کې امن راوستى شي،جان کربي


 واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل امريکا په هاغو معاملو نورو هيوادونو سره دافغانستان حق تسليموي کومې چې (دافغانستان) دمعاملو او ولس په اړه وي.
واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل امريکا په هاغو معاملو نورو هيوادونو سره دافغانستان حق تسليموي کومې چې (دافغانستان) دمعاملو او ولس په اړه وي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي په په ډاګه کړې ده چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت يواځينۍ لار دافغانانو په مشرۍ خبرې اترې دي.

پاکستان، چين او روسيې تيره اوونۍ ماسکو کې افغانستان کې دداعش دمخ په زياتيدونکي ګواښ په اړه درې اړخيزه غونډه کړې، دغه غونډه کې افغانستان ته بلنه نه ورکړى شوې په کوم چې دکابل لخوا سخت احتجاج شوى ؤ.

دماسکو دغونډې څخه وروستو پاکستان، چين او روس افغانستان کې دداعش په زياتيدونکي اثرورسوخ او دغه هيواد کې په خرابيدونکې امنيتي وضعه دانديښنې څرګندونه کړې وه.

واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل امريکا په هاغو معاملو نورو هيوادونو سره دافغانستان حق تسليموي کومې چې (دافغانستان) دمعاملو او ولس په اړه وي.

دهغه وينا وه افغان حکومت لپاره دامريکا ملاتړ پوخ دى او واشنګټن اوس هم باور لري چې دافغانانو په مشرۍ دسولې پروسه افغانستان کې امن راوستلى شي.

هغه وويل دافغانستان دژغورلو او نور خوشحالولو نړيوالې هڅې ته هغوي هرکلى وايي او دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي دپروسې ملاتړ دوامداره ساتي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې جان کربي وويل هغه دافغان حکومت لخوا ديو پخواني جنګيالي ګلبدين حکمتيار څخه دملي او نړيوالو بنديزونو دلرې کولو په غرض دافغان حکومت خواست څخه خبر دى،ګلبدين حکمتيار اوس دکابل حکومت سره دسولې يو تړون لاسليک کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG