لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: ځانمرګي بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي


ویل کيږي د بریدونو په ښکار شوؤ خلکو کې لوړ پوړي امنیتي چارواکي، عام ملکي وګړي او د پارلیمان غړي شامل دي.
ویل کيږي د بریدونو په ښکار شوؤ خلکو کې لوړ پوړي امنیتي چارواکي، عام ملکي وګړي او د پارلیمان غړي شامل دي.

د افغانستان پلازمینه کابل کې نن د نهې په مازیګر د وسله والو طالبانو په دوه ځانمرګي بریدونو کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او د ۸۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

د افغان چارواکو په وینا ځانمرګي بریدونو کې د پارلیمان د دفترو نه تلونکو چارواکو کاروان په هدف شوی دی، او د وژنو د شمېرې زیاتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده.

ویل کيږي د بریدونو په ښکار شوؤ خلکو کې لوړ پوړي امنیتي چارواکي، عام ملکي وګړي او د پارلیمان غړي شامل دي.

د ابتدايي راپورونو ترمخه یو ځانمرګي د کابل په دارالامان سیمه کې د پارلیمان د دفتر سره څنګ ته ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې او بل د باردو ډک ګاډي ته چاؤدنه ورکړې ده.

د پېښې د عېني شاهدینو په وینا خلکو په خپله د بریدونو د ځای نه ژوبل کسان روغتونونو ته وړلي دي.

وسله والو طالبانو د برید زمه واري منلې او د درځنونو په شمېره کې د مرګ ژوبلو اړولو یې ویلي دي. وسله وال تل په دغه ډول بریدونو کې زیاتې شمېرې ښايي.

کابل کې د برید نه څو ساعته وړاندې د هېواد د جنوبي صوبې هلمند په مرکز لشکرګاه کې د طالبانو یو ځانمرګي د ځايي امنیتي ځواکونو او پولیس په غونډه برید کړی ؤ.

د هلمند د چارواکو په وینا په دغه برید کې د پوځي سرتېرو او عامو ملکي وګړو په ګډون لږترلږه اووه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

د کوکنارو توليدونکې صوبې هلمند زیاته برخه د طالبانو په لاس کې ده او د کابل د دولت یواځې د صوبې په مرکز کنټرول دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG