لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي روسیې د امریکا ټاکنو کې لاسوهنه نه ده کړې


هغه دا خبره رد کړه چې ګنې روس کې یې څه مالي مفادات دي
هغه دا خبره رد کړه چې ګنې روس کې یې څه مالي مفادات دي

د امریکا نوي ټاکل شوي صدر ډونلډ ټرمپ منلې ده چې روسیې په نومبرکې د امریکا ترسره شوؤ ټولټاکنو کې مداخله کړې وه خو هغه وایي که چرې د روس صدر ولادیمیر پوټین دی خوښوي نو دی( ډونلډ ټرمپ) یې هم یو بوج نه بلکې یوه اثاثه ګڼي .
د صدر ټاکل کیدو وروستو نیو یارک کې خپل لمړي مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي ټرمپ وویل که چرې پوټین د ډیموکریټانو د ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن په مقابله کې دده د صدر جوړیدو ملاتړ کړی وي د نړیوالو معاملو په هکله د هیلري په پرتله د صدر پوټین په باره کې سخت انداز خپلوي.
ټرمپ په سوالیه انداز کې وپوښتل"ایا تاسو په دیانتدارۍ سره دا ګڼئ چې هیلري کلنټن به ما څخه زیات سخت دریځ خپل کړی وی؟ زه داسې نه ګڼم"
هغه دا خبره رد کړه چې ګنې روس کې یې څه مالي مفادات دي اؤ وئ ویل " روس کې سره هیڅ ( کاروباري) معاملې نشته، روس کې مې هیڅ قرضه نشته"
کله چې د هغه څخه ټولټاکنو کې دلاسوهنې په هکله وپوښتل شول د څه په هکله چې د امریکا د استخباراتي چارواکو خیال دی چې منظوري یې د روس صدر ولادیمیر پوټین ورکړې وه نو ښاغلي ټرمپ وویل "هغه ته داسې نه وؤ پکار"
هرڅو که نوي صدر لاسوهنه کې د روسیې شکمن کردار منلی دی خو هغه د نهې په ورځ مطبوعاتو کې د راغلو هاغو راپورونو سخته غندنه وکړه چې په کې ویل شوي وؤ روسي چارواکو دده په هکله داسې شخصي معلومات راجمع کړي دي چې د ټرمپ دپاره د پریشانۍ وړ جوړیدی شي.
صدر ټرمپ وویل "زما په فکر داسې خبرې کول د شرم خبره ده"
"دا ټولې دروغ خبرې دي داسې ( هیڅ) نشته" هغه وویل دا به د امریکایي استخباراتي ادارو په لمنه ډیر بدرنګ داغ وي که دا معلومات هغوئ خپاره کړي وي.
یو شمیر رسنیزو ادارو دا معلومات د څو اوونیو راهسې لرل خو خپرول یې له دې امله نه چې هغوئ په ده د لګول شوؤ تورونو پخلی ونکړی شو.
امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ د شورو په ورځ خپل مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ کیدی شي د امریکا استخباراتي ادارو دده په لړ کې ایک فائل ښکاره کړی وي. خو دا یې هم وویل دا رقم تورونه سراسر دروغ دي.
د نهې په ماښام دوو امریکایي چارواکو ویلی وؤ د کال ۲۰۱۶م ټولټاکنو کې د روسیې د مداخلت په ډاګه کوونکی د دوؤ پاڼو یو راپور تیره اوونۍ صدر براک اوباما اؤ نوي ټاکل شوي صدر ډونلډ ټرمپ ته لیږل شوی دی.
د ري پبلیکن ګوند سره تړاؤ لرونکی نوی ټاکل شوی صدر د اوږدې مودې نه دا وایي چې هغه ماسکو سره اړیکې ښې کول غواړي خو دهغه دا منصوبې د امریکایي استخباراتي ادارو د هاغو معلوماتو نه وروستو د سختو نیوکو لاندې راغلي چې روسیې صدارتي ټاکنو کې سائبر حملې اؤ نورې لارې کارولي تر څو نتیجې د ټرمپ په حق کې راوخیژي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG